عمران خان ته د مار له څرمنې جوړې څپلۍ ډالۍ کول

سانپ چپل

د عکس سرچینه، Islamuddin

د عکس تشریح، د مار له څرمن جوړې څپلۍ
    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال

په پېښور کې د زمانې د مشهور کرېکټ کېپتان لپاره څپلۍ جوړوونکي نورالدین کاکا د لومړي وزیر عمران خان لپاره دا ځل د ډالۍ په توګه د مار له پوستکي ځانګړې څپلۍ تیارې کړې دي.

نورالدین کاکا بي بي سي ته وویل چې دا ځل د نعمان په نامه د عمران خان یوه مینه وال هغه ته ویلي چې هغه لومړي وزیر ته یوه ځانګړې ډالۍ ورکول غواړي او په همدې خوښي کي یې د مار یو ډېر ښکلی پوستکی له امریکا لېږلی.

نورالدین کاکا هیله من دی چې له دغه پوټکي به عمران خان ته څپلۍ جوړې کړي چې کار یې هم پر شروع کړی.

شونې ده چې تر اختر مخکې به هغه دا څپلۍ عمران ته د ډالۍ په ټوګه وړاندې کړي.

"دا ډېرې پستې څپلۍ دي، چې د عمران خان به ګرمي پکې ونه شي. په دغو څپلیو کې چې څومره کار هم وکړي، ستړی به نه شي. زما هیله ده چې دا څپلۍ به زموږ د کپتان ډېرې خوښې شي."

سانپ چپل

د عکس سرچینه، Islamuddin

د نورالدین کاکا مشر زوی، سلام الدین بي بي سي ته وویل، دا ځل چې عمران خان ته کومې څپلۍ تیاروي، له پلاره سره یې ځانګړې ډیزاین کړې دي.

"د دغو څپلو ډیزاین ظاهرا د عامو پېښوریو هغو په شان دی، خو پښوکوونکی یې پوهېږي چې دا بېخي مختلفې دي."

هغه وايي دا څپلۍ به د منډې تر کرمیچو سپکې وي، سړی به فکر نه کوي چې څه یې په پښو دي.

د سلام الدین په وینا د دغو څپلیو کار په لاس کېږي او په ټول کې څلور فوټه څرمن پکې کارېږي.

د هغه په خبره، عمران خان ته د دې څپلیو تر ورکړې وروسته به دوی په دې نوم څپلۍ جوړوي.

د دغو څپلیو لګښت به لږ تر لږه څلوېښت زره روپۍ وي.

سانپ چپل

د عکس سرچینه، Islamuddin

د عکس تشریح، د نږدې څلور فوټه مار څرمن دې څپلو کې کارېږي.

د هغه دعوه ده چې تر اوسه پاکستان کې دا ډول څپلۍ نه دي جوړې شوې.

په نړۍ کې د مار له څرمنو بېلابېل څیزونه جوړېږي چې ځینې خلک یې په ډېر شوق سره اغونځي.

په نړیوال فېشن کې د ښامار له پوستکي جوړو څیزونو ارزښت لږ تر لږه پنځوس زره ډالر وي.

پاکستان کې د ښامار قانوني حیثیت

سانپ چپل

د عکس سرچینه، Islamuddin

د عکس تشریح، نورالدین کاکا وايي د عمران خان یوه مینوال له امریکا ورته د مار څرمن لېږلې ده.

پاکستاني کارپوهان وايي عمران خان ته د ښامار له پوستکي څپلۍ جوړېږي.

د هغوی په وینا د کوچینو مارانو له پوستکي هیڅ شی نه جوړېږي، ځکه نو خلک د غټو مارانو پوستکی کاروي چې ښامار هم پکې شامل دی.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر باغ پوهنتون پروفیسر عبدالله حسین ته مو چې د نور الدین کاکا د مار د څرمنې انځور وښود، هغه وویل چې دا د ښامار څرمن ده.

د هغه په وینا د پاکستان په ډېرو سیمو کې ښاماران یا خو بېخي ورک شوي او یا یې شمېر تر خطرناکه حده کم شوی.

دمګړۍ یوازې د کشمیر په بمبر سیمه کې پام وړ ښاماران شته.

د کارپوهانو په وینا یو خو د مارانو ناقانونه ښکار ډېر دی خو نور چاپېریالي لاملونه هم شته چې د ښامارانو شمېر یې راکم کړی.

سانپ چپل

د عکس سرچینه، Islamabad Wild Life Department

اسلام اباد کې د چاپېریال ساتنې ادارې په وینا اوس هم د ښامارانو د پوستکو ناقانونه پېر او پلور شته چې په دې وروستیو کې د دوو ښامارانو پوستکي نیول شوي.

دغه اداره وايي د ښامارانو پوستکي له هیواده بهر قاچاق کېږي.

له بلوچستان پرته په پوره پاکستان او پاکستان واکي کشمیر کې د ښامارانو د ورکېدو د خطر له کبله دغه خځنده یو "خوندي ځناور" ګڼل شوی او راکړه ورکړه یې یو مخ بنده ده.

د ښامار پر راکړه ورکړه نړیوال بندیز هم دی.