تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'جرمني کې دې یهودان دودیزې خولۍ نه پرسروي'
په جرمني کې د یهودانو پر ضد د کرکې له ډېریدو وروسته د خولۍ په سر کولو په اړه خبرداری ورکړی.
په جرمني کې د یهود ضد چارو د ادارې مشر فلیکس کلاین په دې هېواد کې د یهودیانو پر ضد د زیاتېدونکو ګواښونو په اړه ویلي چې ددې هېواد په ځينو برخو کې دې د دغه دودیزه خولۍ په سر کولو نه ډډه وکړي.
ښاغلي کلاین ویلي د هغه ليد لوری په دې اړه د تېر په پرتله "بدل شوی دی".
نوموړی وايي، نور نه شي ویلی چې یهودانو ته ووايي تل دغه خولۍ پر خپل سر ولري.
تېر کال د یهود ضد زیاتې پیښې ثبت شوي دي.
تېر ۲۰۱۸ کال کې له یهودانو سره د کرکې په اړه ۱۶۴۶ رسمي پېښې ثبت شوي چې دا په سلو کې لس سلنه زیاتوالی ښیي.
په یهودیانو باندې فزیکي بریدونه هم په همدې موده کې ثبت شوي چې له ۳۷ تر ۶۲ ته رسېدلي دي.
د جرمني د عدلیې وزیره کاتارینا هانډلسبلاټ ورځپاڼې ته ویلي په دې هېواد کې د یهود ضد جرمونو زیاتوالي د شرم وړ خبره ده.
تېر کال په جرمني کې د یهودانو مرکزي شورا ویلي و چې یهودیان باید د جرمني په لویو ښارونو کې د خولیو د په سر کولو کې ډېر زیات احتیاط وکړي.
فلیکس کلاین د انټرنېټ له لارې ټولنیزې رسنۍ د یهود ضد کړنو د زیاتوالي په برخه کې ملاتې کړې او غوښتنه یې کړې، چې پولیس، ښوونکي او وکيلان په دې برخه کې وپوهول شي چې کوم د یهودیانو ضد اعمال دي او کوم نه دي.
ولې د یهودیانو ضد کړنې په ډېرېدو دي؟
یهودي ډلو خبرداری ورکړی چې ښي اړخو ډلو محبوبیت دې ته لمن وهي چې د یهودانو پر ضد نفرت په ټولنه کې خپور کړي.
له ۲۰۱۷ کال راپه دې خوا د "الټرنټیو" ګوند په جرمني کې یو له اصلي مخالفو ډلو څخه شمېرل کېږي. دغه ګوند په ښکاره ډول له کډوالۍ سره مخالف لري خو د یهودیت پر ضد باورونه ردوي.
تېر کال په اروپا کې د یهودانو په اړه نظر پوښتنه وشوه چې ډېرو په کې د یهودانو پر ضد اندېښنه ښودلې وه.