تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې پر یهودي کلیسا برید؛ یوه ښځه وژل شوې
د امریکا کلیفورنیا ایالت سوېلي او د سن ډیاګو ښار په څنډو کې یوه وسله وال پر یهودي کلیسا برید کړی چې یوه ښځه پکې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان پکې ټپيان شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دا برید د کرکې له کبله شوی دی. بریدګر نیول شوی.
د سیمې یوه مشر بیل ګور ویلي، په برید کې یوه پېغلوټه او دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
پولیس وايي، د ۱۹ کلن بریدګر د برید انګیزه لاهم نه ده معلومه شوې.
برید د شنبې په ورځ څه کمې ۱۱ بجې شوی دی.
د یهودانو کلیسا معمولاً د شنبې په ګهیځ تر ماسپښینه مذهبي مراسم ترسره کوي او په پام کې وه چې یاده کلیسا به د یهودانو د ازادۍ په پار مراسم هم جوړ کړي.
شپږ میاشتې مخکې هم د امریکا پنسلوانیا ایالت کې د یهودانو پر یوه ورته کلیسا برید لږترلږه ۱۱ کسان ووژل چې دا د امریکا په معاصر تاریخ کې پر یهودي کلیسا تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی و.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له برید څو دقیقې وروسته د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په پار وویل، څېړنې روانې دي، خو ښکاري چې د برید لامل "کرکه" وي.
تېر کال امریکا کې د یهود ضد ډلو له خوا د بریدونو د ډېروالي خبر ورکړل شوی.
په ۲۰۱۷ کال د امریکا ویرجینیا ایالت په چارلوټزوېل کې د توکمپالو او سخت دریځو ډلو د لاریونونو څپه وه چې سلګونه کسانو د یهودانو ضد مشالونه ورسره ولېږدول چې بیا وروسته په اړودوړ او د کیڼ اړخو په لانجه کې یوه ښځه هم ووژل شوه.