تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوڅو نڅاګرو ښځو منځ کې ترکی "داعي" څوک دی؟
د ترکیې استانبول کې پولیسو په ''اسلامي داعي" مشهور لانجمن سړی عدنان اوکتار له خپلو ساتونکو سره یو ځای په دې تور نیولی چې د "یوې مجرمې ډلې په جوړولو او د جنسي تېري اعمالو" کې لاس لري.
له نوموړي سره په دې عملیاتو کې د هغه ۲۳۵ ملاتړي هم نیول شوي.
اوکتار په ۱۹۵۶ کال انقره کې زیږېدلی، چې د ترکیې A9 دیني تلوېزیوني چینل کې د هغه د لانجمن دیني پروګرام په خپرولو سره پېژندل شوی. نوموړي په دې پروګرام کې اسلام کې د شرابو او نڅاګرو ښځو پر موجودیت بحثونه کول.
اوکتار چې د یوې قفقازالاصله کورنۍ غړی دی، اسلامي فقه لوستې او قرآن کریم یې کوچنیوالي کې حفظ کړی دی. بیا یې د استانبول "معمارسنان" پوهنتون کې فلسفه او ښکلي هنرونه لوستي.
د تېرې پېړۍ اتیایمو کلونو کې یې کله چې د پوهنتون محصل و، ځان د ماسوني او کمونیزم ضد مفکر په نامه معرفي کړی و او په یوه چاپ شوي کتاب کې یې یهود او ماسونیزم په ترکي دولتي بنسټونو کې د پراختیا په حال کې ښودلي وو، چې په وينا يې موخه يې د ترکي ولس د مذهبي او اخلاقي ارزښتونو ویجاړول دي.
په ۲۰۰۶ کال یې "د خلق اطلس" په نوم کتاب په مستعار نوم (هارون یحیی) چاپ کړ او ادعا یې پکې وکړه چې "د نړیوالې ترهګرۍ اصل د ډاروین ودې په نظریې پورې تړاو لري."
د نوموړي د شخصي تلوېزیوني چینل د وېبپاڼې پربنسټ، اوکتار تر ۳۰۰ ډېر کتابونه چاپ کړي، چې ۷۳ ژبو ته ژباړل شوي. اوکتار ځان مخکښ مشر او داعي بولي، د ترکیې لروبر کې ملاتړي او پلویان لري، چې ډېری یې ښځې دي.
ډېر کله متدینو ترکانو د هغه پر تلوېزیوني پروګرامونو نیوکه کړې.
تلوېزیوني پروګرامونه
"اسلامي داعي" اوکتار د خپل تلوېزیوني پروګرام له لارې د اسلامي شریعت اصول او هغه ارزښتونه بیانوي چې پلویان یې باید عملي کړي، خو له نڅاګرو او نیمه لوڅو ښځو سره هم پروګرامونه جوړوي.
نوموړی دغو نیمه بربنډو ښځو ته د "کوچنۍ پیشوګانې" توری کاروي چې تر ډېره له تنکیو ځوانانو سره نڅېږي او دغو ځوانانو ته "زمریان" وايي.
اوکتار ګومان کوي چې "اسلام یوازې د ښځې د تیو سرونه او فرج حرام ګرځولي."
نیونې
اوکتار لومړی ځل په ۱۹۹۰ کال د دیني پاڅون په تور ۱۹ میاشتې بندي شو. له خوشي کېدو وروسته یې په پراخه کچه ملاتړي ډېر شول، ان تر دې چې پلویانو یې هغه ته د "راتلونکي مهدي" نوم ورکړ.
د روان کال لومړیو کې، په ترکیه کې د دیني چارو پلاوي مشر علي ارباش وویل: "غالباً اوکتار عقلي ستونزه لري"، چې همدا یې ځینې وخت د تلوېزیوني داعیانو ترمنځ د لفظي شخړې لامل ګرځي.
ارباش زیاتوي چې "د دیني چارو د بنسټونو تنخاوې په ترکیه کې د فحاشۍ خانو له مالیو څخه ورکول کېږي."
په تېره فبرورۍ میاشت کې د دیني چارو ریاست د هغه پرضد شکایت وکړ چې پر دیني ارزښتونو ملنډې وهي.
په همدې میاشت کې، د ترکیې سمعي او بصري پلاوي څو ځلې د اوکتار د پروګرامونو درولو غوښتنه وکړه.
له نوموړي سره د هغه ۱۰۶ پلویانې ښځې هم نیول شوې دي.