تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برتانیا؛ هندي وروڼه بیا تر ټولو شتمن وبلل شول
برتانیا کې هندي توکمه میلیاردر وروڼه د دریم ځل لپاره د دغه هېواد د تر ټولو شتمنو کسانو په سر کې راغلل.
تېر کال د شري او ګوپي هندوجا شتمني کې ۱،۳۵۶ میلیارد برتانوي پونډ زیات شوي او د سنډې ټایمز د شتمنو نوملړ وايي، د دوی ټوله شتمني ۲۲ میلیارد پونډه ده.
د هندو جا ګروپ په نوم کورنی کاروبار پر ۱۹۱۴ کال ممبیي کې پیل شو او هغه مهال دوی د تېلو، ګاز، بانکوالۍ، ای ټي یا مالوماتي ټيکنالوجي او جایداد برخه کې پانګونه کوله.
لندن کې د دوی جایداد کې په وایټ هال کې مشهور اولډ وار افس هم شامل دی چې ترې بې ساری هوټل جوړول غواړي.
لندن مېشتي برتانوي وګړي شري او ګوپي ۷۹ کلن دي او دوی څلورو وروڼو کې دي چې دا لوی کاروبار چلوي.
دواړه وروڼه اول ځل پر ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د تر ټولو شتمنو کسانو د نوملړ سر ته وختل.
دې نوملړ کې د برتانیا د تر ټولو شتمنو کسانو شتمني اندازه کېږي.
د سنډې ټایمز د رپوټ له مخې دې نوملړ کې سندي ځمکه، جایداد، کمپنیو کې ونډه او د ګرانبیه شیانو ملکیت او نور شامل دي، خو بانکونو کې د خلکو شتمني نه پکې راځي.
تر ټولو شتمنه برتانوۍ
کرسټن راوزنګ د راوزنګ کورنۍ غړې ده او د ټیټرا پېک کارټن په نوم مشهور کاروبار لري.
نوموړې دې نوملړ کې تر ټولو شتمنه ښځه ده او له خپل ورور جارن راوزنګ سره په ګډه ۱۲،۲۵۶ میلیارد پونډه لرلو سره دې نوملړ کې شپږم نمبر ده.
له بلې خوا ویلري موران لومړنۍ تورپوستې سوداګره ده چې د تر ټولو شتمنو کسانو نوملړ کې راغلې ده.
زیمبابوې کې زېږېدلې ویلري موران ۱۲۲ میلیون پونډه لرلو سره له خپل خاوند سره د نوملړ ۹۷۰ نمبر کې ده.