تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طلاق؛ چې مېړه ته په ۳۵ میلیارد ډالر تمام شو
د نړۍ د تر ټولو شتمن سړی جېف بیزوس او د هغه مېرمن میکنزي په ریکارډ ماتوونکي طلاق سلا شوي چې ارزښت یې ۳۵ میلیارد ډالر یا ۲۷ میلیارد پونډه کېږي.
مېرمن مک کنزي ټوېټر کې د دې خبر خپرولو سره ویلي، چې د امازون شرکت څلور سلنه ونډه یې هم رسېږي چې مېړه یې له ۲۵ کلونو راهیسې بنسټ اېښی دی.
خو په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه او د تشیالي سفر کمپنۍ بلو اوریګن کې خپله برخه مېړه ته پرېږدي.
مېرمن بیزوس د امازون اجرایه پلاوي کې د رایې حق هم خپل مېړه ته سپارلی دی.
دا طلاق د هغه پخواني طلاق ریکارډ ماتوي چې د الیس وېلډنسټن او د هغه د مېرمنې جوکلین ترمنځ شوی و او ارزښت یې ۳،۸ میلیارد ډالره و.
مېرمن بیزوس د طلاق اعلان په یوه ټویټ کې کړی او په دې میاشت کې له مایکروبلاګېنګ وېبپاڼې سره تر یوځایېدو وروسته یې دا یوازنی ټویټ دی.
نوموړې لیکي، له جېف سره چې د یو بل ملاتړ یې کړی له واده ختمولو خوشاله ده.
مېرمن بیزوس له بېلېدو مخکې په امازون کې ۱۶،۳ سلنه برخه درلوده.
د طلاق له امله اوس هغې ته د دې شرکت ۲۵ سلنه برخه او خاوند ته یې ۷۵ سلنه برخه رسېږي.
دوی څلور بجیان لري او له ۱۹۹۴ کال سره جوړه و.
په همغه کال ښاغلي بوس د کتاب پلورلو انلاین شرکت امازون جوړ کړ او مېرمن بیزوس دې شرکت کې لومړنۍ کارمنه وه.
فوربز مجله وايي، امازون اوس لوی انلاین پرچون سوداګري ده چې تېر کال یې له دې لارې ۲۳۲،۸ میلیارد ډالر پلور درلود.
دا مجله وايي، ښاغلی بیزوس او کورنۍ یې ۱۳۱ میلیارد ډالر شتمني لري.
مېرمن بیزوس بریالۍ ناول لیکواله ده او دوه کتابوه یې کښلي، په پرېنسټن پوهنتون کې د پلېټزر میډال ګټونکي استاد ټوني موریسن روزلې.
نوموړي یو وخت د خپلې شاګردې په هکله ویلي: یوه تر ټولو غوره زدکوونکې وه، چې ما د خپلو تخلیقي لیکنو ټولګیو کې تراوسه لیدلې ده... خورا غوره.
رپوټونه وايي چې ښاغلی بیزوس د فاکس ټي وي له پخوانۍ ویاندې لورین سنېچز سره تار لري.
کله چې ښاغلي بیزوس او مېرمن یې جنورۍ کې د طلاق خبره وکړه، نو امریکا کې یوې مجلې په دې تړاو خبر خپور کړي.
خو ښاغلي بیزوس دا مجله په بلاکمېلولو یا پیسو غوښتلو تورنه کړه، مګر خپروونکي دا ادعا رد کړه.