عمران خان یو ځل بیا ''لفظي فاول'' وکړ

د عکس سرچینه، EPA
ایران ته د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د سفر بهیر کې د هغه پر لفظي تېروتنو بحث پای ته نه و رسېدلي، چې ښاغلي خان د سویلي وزیرستان په واڼه کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو 'صاحبه' وباله او دې سره یې د توندو او سختو بحثونو یو نوی توپان راپورته کړ.
ښاغلي خان وویل، ''زه د بلاول بوټو صاحبې غوندې د کومې کاغذي پرچې له لارې نه یم راغلی چې ما ته مور په جایداد کې ګوند راکړی. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بلاول بوټو لږ مخکې پر ټویټر لیکلي، ''هغه څه و په لویو دفترونو کې ګومارل شوي، ټیټ خلک؟ او ورسره یې د 'پي ایم سلیکټ ' هشټګ ټومبلی. د عمران خان له دې څرګندونو وروسته پر خواله رسنیو سملاسي نیوکې پیل شوې.
د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف لور مریم نواز پر ټویټر لیکلي، ''د کرکې قابل او ناوړه ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
خبریاله غریده فاروقي وايي، دا هم لفظي تېروتنه ده؟ که داسې نه وي، نو دا زموږ په ټولنه کې د هغه ذهنیت څرګندونه ده، چې د بل جنسیت له پیغور سره په نارینه وو پورې خندا کېږي. د نر له بچي وروسته، صاحبه... ولي یوازې پي ټي ای، ولې؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکي د بلاول بوټو په هکله دغسې ژبه کارووي. د پاکستان اقتصاد وزیر اسد عمر له دې مخکې د نوموړي په اړه د 'نر بچی ' اصطلاح له کبله له ناندریو سره مخامخ شوی دی. ندیم فاروق پراچه وايي، ''احمقانه څرګندونې، پاکستان وړ واکمنو ته اړتیا لري، نه لیونیو ملایانو ته او یقیناً داسې لومړي وزیر ته هم نه چې د نیوکو ځواب کې له ښځو د کرکې پر اساس جوړې ټوکې سره ځواب ورکوي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
نازنینه حکیم وايي، 'محصلین مې کله نا کله سر یا جناب بولي او زه هېڅکله ترې نه مروریږم، ځکه پوهېږم چې لفظي تېروتنه کوي، خو عمران خان په لوی لاس صاحبه ویلي، له ښځو کرکه بنده کړئ. '







