د نړۍ یوه کمیابه کیشپه ۹۰ کلنۍ کې ومړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ یوه کمیابه کیشپه په ۹۰ کلنۍ کې ومړه. رپوټونه وايي، یوازې درې دا ډول کیشپونه په ګرده نړۍ کې پاتې دي.
دا کیشپه چې نوم یې رافیتونیس سوینهوی ښودل شوی، د چین شمال سوژو ژوبڼ کې مړه شوې.
د دوی نسل په ورکېدو دی.
کارپوهانو وړاندې پنځه ځلې د دغې ۹۰ کلنې کیشپې د مصنوعي میندواره کېدو هڅې کړې دي.
له دا ډول کمیابه کیشپو یې د چین ژوبڼ کې یو نارینه پاتې دی، حال دا چې دوه نور کیشپه د ویتنام ځنګلونو کې اوسېږي.
د کیشپو د زیږه طبیعت له کبله د دوی د جنس مالومول ګران کار دی.
سیمه ییزو کارمنو او نړیوالو کارپوهانو د دغې کیشپې له مړینې ۲۴ ګړۍ مخکې د هغې د مصنوعي القاح کولو هڅه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی وايي، دا چاره پېچلې نه وه او هغه د القاح له عملیې وروسته روغه سټه لرله خو په دا بله ورځ یې روغتیايي وضعیت په خرابېدو شو.
د دغې کیشپې د مړینې د لامل په اړه پلټنه کېږي چې په راتلونکې کې د لا ډېرو څېړنو لپاره د دغې کیشپې تخمدان ساتل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images








