د نیوزیلنډ مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی

د نیوزیلنډ په کرایسټچرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وسله وال برید په تړاو شکلاندې بریدګر محکمې ته وړاندې شوی. چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور ژوبلېدلي دي.

لومړنی وژل شوی کس، چې نوم یې د کورنۍ لخوا ډاګیز شوی، کابو څلور لسیزې وړاندې له افغانستانه دغه هېواد ته یو ورغلی کډوال دی.

د نړۍ په لر و بر کې مشرانو دغه برید یو کرکجن ترهګریز عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

استرالیایی ۲۸ کلن برنټن ټرنټ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بریدونو اصلي مشکوک ګڼل شوی.

د یوه قرباني شوي هویت معلوم شوی. ۷۱ کلن داود نبي د افغانستان وګړی و چې په ۸۰مه میلادي لسیزه کې نیوزیلنډ ته کډوال شوی و.

برید د جمعې د لمانځه پرمهال شوی.

د نیوزینلډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرنمخکې ویلي وو، بریدګر پنځه وسلې لرلې او په قانوني ډول یې د وسلو مجوز هم نه درلود.

اغلې اردرنژمنه کړې چې په هېواد کې به د وسلو د لرلو قوانین اصلاح کړي.

د برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي چې هویت یې لا نه دی معلوم شوی.

برنټون ټرنټ به د دویم ځل لپاره د راتلونکې اپرېل پر پنځمه (۲۰ ورځې وروسته) محکمې ته حاضر شي.

په برید کې د نورو قربانیانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی، خو هند او بنګله دیش ویلي، د برید ځینې قربانیان د دوی وګړي دي.

په دې برید کې ۴۸نور کسان ټپیان شوي چې دوه په کې ماشومان هم دي. د یوه روغتون ډاکټر ویلي، په برید کې د ۱۱ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نړیوال غبرګونونه

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو "ترهګریز" برید بللی. هغې پر ټویټر لیکلي: "هغه پېښه چې په کرایسټ چرچ کې رامنځ ته شوې بې مخینې پېښه ده او نیوزیلنډ کې ځای نه لري. ډېری قربانیان کډوال دي. نیوزیلنډ د دوی کور دی. دوی زموږ له ډلې دي."

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د نیوزیلنډ له چارواکو او خلکو سره غمشریکي ښودلې ده: "امریکا په ټول توان د نیوزیلنډ ترڅنګ ولاړه ده."

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلي، دغې پېښې ټکان ورکړی او "د زړه له تله د نیوزیلنډ له خلکو او چارواکوسره غمشریکي ښيي".

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون، د امریکا او افغانستان پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او حامد کرزي او نورو نړیوالو مشرانو هم په نیوزیلنډ کې دا برید غندلی دی.