د نیوزیلنډ مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی

۲۸ کلن برنټن ټرنټ د سې شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۲۸ کلن برنټن ټرنټ د سې شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شو

د نیوزیلنډ په کرایسټچرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وسله وال برید په تړاو شکلاندې بریدګر محکمې ته وړاندې شوی. چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې ۴۹ کسان وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور ژوبلېدلي دي.

لومړنی وژل شوی کس، چې نوم یې د کورنۍ لخوا ډاګیز شوی، کابو څلور لسیزې وړاندې له افغانستانه دغه هېواد ته یو ورغلی کډوال دی.

د نړۍ په لر و بر کې مشرانو دغه برید یو کرکجن ترهګریز عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

عمر بني د خپل پلار دا ود نبي عکس ښيي، چې په برید کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمر بني د خپل پلار دا ود نبي عکس ښيي، چې په برید کې وژل شوی

استرالیایی ۲۸ کلن برنټن ټرنټ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بریدونو اصلي مشکوک ګڼل شوی.

د یوه قرباني شوي هویت معلوم شوی. ۷۱ کلن داود نبي د افغانستان وګړی و چې په ۸۰مه میلادي لسیزه کې نیوزیلنډ ته کډوال شوی و.

برید د جمعې د لمانځه پرمهال شوی.

د نیوزینلډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرنمخکې ویلي وو، بریدګر پنځه وسلې لرلې او په قانوني ډول یې د وسلو مجوز هم نه درلود.

اغلې اردرنژمنه کړې چې په هېواد کې به د وسلو د لرلو قوانین اصلاح کړي.

د برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي چې هویت یې لا نه دی معلوم شوی.

برنټون ټرنټ به د دویم ځل لپاره د راتلونکې اپرېل پر پنځمه (۲۰ ورځې وروسته) محکمې ته حاضر شي.

په برید کې د نورو قربانیانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی، خو هند او بنګله دیش ویلي، د برید ځینې قربانیان د دوی وګړي دي.

په دې برید کې ۴۸نور کسان ټپیان شوي چې دوه په کې ماشومان هم دي. د یوه روغتون ډاکټر ویلي، په برید کې د ۱۱ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې په هېواد کې د وسلو لرلو د قانون اصلاح کولو خبره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې په هېواد کې د وسلو لرلو د قانون اصلاح کولو خبره کړې

نړیوال غبرګونونه

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو "ترهګریز" برید بللی. هغې پر ټویټر لیکلي: "هغه پېښه چې په کرایسټ چرچ کې رامنځ ته شوې بې مخینې پېښه ده او نیوزیلنډ کې ځای نه لري. ډېری قربانیان کډوال دي. نیوزیلنډ د دوی کور دی. دوی زموږ له ډلې دي."

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د نیوزیلنډ له چارواکو او خلکو سره غمشریکي ښودلې ده: "امریکا په ټول توان د نیوزیلنډ ترڅنګ ولاړه ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلي، دغې پېښې ټکان ورکړی او "د زړه له تله د نیوزیلنډ له خلکو او چارواکوسره غمشریکي ښيي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون، د امریکا او افغانستان پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او حامد کرزي او نورو نړیوالو مشرانو هم په نیوزیلنډ کې دا برید غندلی دی.

پولیسو ویلي، د نیوزیلنډ جوماتونه به د امنیتي تدابیرو له کبله تر دویم امر پورې تړلي پاتې وي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیسو ویلي، د نیوزیلنډ جوماتونه به د امنیتي تدابیرو له کبله تر دویم امر پورې تړلي پاتې وي