د نیوزیلنډ جومات برید کې ژوندی پاتې افغان وايي، بریدګر له یوه مخه ډزې کولې
د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو له وسله وال برید وروسته پېښه کې ژوندي پاتې کسانو د پېښې بوږنونکی حال ویلي.
د دغه ښار په النور جومات کې خلک د جمعې لمانځه لپاره یو ځای شوي وو، چې یو سړی جومات ته ننوت او پر لمونځ کوونکو یې ډزې پیل کړې.
عیني شاهدان وايي، د ډزو له اورېدو وروسته یې د ځان ژغورنې لپاره منډه کړه. دغه پېښه کې یو ژوندی پاتې افغان میرویس وزیري بي بي سي ته وویل:
''زه له بریده تقریباً لس دقیقې مخکې جومات ته ورسېدم. امام خطبه ویله. پنځه دقیقې به تېرې وې چې بریدګر جومات ته راغی او سملاسي یې ډزې پیل کړې. بریدګر سره اتومات وسله وه، د مرمیو شاجورونه یې په ملا پورې تړلي وو او په خولۍ کې یې کمره هم ټومبلې وه. ''
نوموړي د بي بي سي عنایت الحق یاسیني سره خبرو کې وویل:
''له جوماته د وتلو هڅه مې وکړه، خو بریدګر په جومات کې پر موجود هر کس ډزې کولې، نژدې څوارلس یا پنځلس دقیقې به تېرې وې، چې پولیس د پېښې ځای ته راورسېدل. ''
ښاغلی وزیري وايي، وروسته په روغتون کې ځینې ژوندي پاتې ملګرو ورته وویل، چې بریدګر دوه ځله بهر ته تللی او د جومات څنګ ته یې له خپل ولاړ ګاډي نورې مرمې یا وسله راخیستې وه.
پېښه کې یوه بل ژوندي پاتې کس چې کالي یې په وینو لړلي وو، د نوم نه څرګندولو په شرط ځايي رسنیو ته وویل، چې بریدګر یې داسې حال کې ولید چې د یوه سړي پر ټټر یې د مرمیو ګوزارونه کول.

د عکس سرچینه، Reuters
عیني شاهدان وايي نژدې ۶۰ کسان ټپیان شوي دي.
دغه کس ځايي خبري شبکې ټي وي این ته وویل:
''انتظار مې کاوه او دعا مې کوله چې خدای وکړه د دغه بریدګر مرمۍ ختمې شي. ''
رپوټونو کې ویل شوي، بریدګر لومړی د جومات هغه برخه کې ډزې وکړې چې نارینه پکې لمونځ کوي او وروسته هغې برخې ته ورغی چې ښځې پکې د لمانځه لپاره یو ځای شوې وې. هغه وايي:
''لومړی یې دلته د نارینه وو لمانځه ځای کې ډزې وکړې، وروسته د ښځو لمانځه ځای ته ورغی، همدا اوس چا راته وویل چې یوه ښځه وژل شوې ده، ورور مې هم هلته و، نه پوهېږم ژوندی به پاتې وي که نه. بریدګر هڅوک ژوندي نه پرېښوول. ''

د عکس سرچینه، MARTY MELVILLE/AFP/GETTY IMAGES
یو معلول سړی فرید احمد وايي، ښځه یې هلته وه، خو اوس نه پوهېږي چې ژوندۍ به پاتې وي او که نه.
نوموړي ټي وي این زي ته وویل:
''دهلیز ته مې کتل، یوه سړي هڅه کوله هغه ځای ته راشي چې زه پکې وم، له شا وویشتل شو او ځای په ځای یې ساه ورکړه، پر ځمکه مې د مرمیو سلګونه تشې پوچکې یا تولۍ ولیدې. ''
د لین ووډ جومات کې له دغه بریده ژوندي پاتې کسان وايي، بریدګر توره اوسپنیزه خولۍ پر سر وه. دغه برید پر النور جومات له بریده لږ وروسته شوی.









