نیوزیلنډ کې پر جوماتونو برید ته غبرګونونه

د ویډیو تشریح، د نيوزيلنډ کرايسټ چرچ کې پر دوو جوماتونو بوږنوونکي بريد

د نیوزلنډ لومړۍ وزیره وايي، د دغه هېواد په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید 'له ترهګرۍ پرته بل څه نه دي ' او دغه برید کې ۴۹ کسان وژل شوي. د نوموړې په وینا برید کې ۲۰ کسان سخت ټپیان شوي دي.

لومړۍ وزیرې جاسندرا ارډرن دا 'له مخکې پلان شوی ترهګریز برید ' وباله او په وینا یې 'دا د نیوزلنډ تاریخ تر ټولو توره ورځ ده. '

دغه بریدونه هغه مهال وشول چې ځايي مسلمانان د جمعې لمانځه لپاره جوماتونو کې یو ځای شوي وو. د ځايي پولیسو په خبره تر اوسه څلور مشکوک کسان دې لړ کې نیول شوي دي، چې یوه ښځه او درې نارینه دي.

د نیوزيلنډ لپاره د افغانستان غیرمقیم سفیر وحيدالله اويسي وايي، د دغه هېواد په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو وسله وال بريد کې یو افغان هم وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د دوی په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

مسلمانان

د عکس سرچینه، EPA

دغه برید ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښوول شوي دي. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، 'بریدونو کې ۴۹ بې ګناه کسان وژل شوي دي او نیوزیلنډ سره په دې ګړۍ کې هر ډول مرستې ته چمتو یو. '

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او وايي، 'دې ترهګریز برید وښووله چې تروریستان د ټول بشریت دښمنان دي. 'د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله دا بريد غندلی او وحشيانه عمل یې بللی. ښاغلي عبدالله ويلي، 'ترهګري مذهب او روا دليل نه لري' نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې د پېښې قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې. '

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشولو وايي، د دغه وحشیانه برید پړه پر هغو سیاستوالو او رسنیزو ادارو هم باید واچول شي، چې د مسلمانانو او اسلام خلاف د جنونیت اور ته لمن وهي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په یوه ټویټر پیغام کې دغه برید 'د توکمپالنې او اسلام ضد احساساتو ' وروستۍ بېلګه بللې. نوموړي دغه برید په سختو ټکیو غندلی دی.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې ترېسا می په یوه ټویټر پیغام کې د نیوزیلنډ له خلکو سره 'د زړه له کومې خواخوږي ' څرګنده کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید کې څلور پاکستانیان ټپیان شوي او پنځه نور بې درکه دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

داسې حال کې چې خواله رسنۍ هڅه کوي، هغه ویډیويي کلیپ له خپلو پاڼو لرې کړي، چې د کرایسټ چرچ یوه جومات کې د برید پر مهال یوه بریدګر چمتو او خپره کړې وه، یو شمېر خلک هم د همدې رسنیو له لارې غوښتنه کوي، چې دغه ویډیو نه خو له نورو سره شریکه شي او نه هم باید وکتله شي.

د نیوزیلنډ پولیسو مشر له دې مخکې خبرداری ورکړ:

''پولیسو ته معلومه ده چې د کرایسټ چرچ پېښې په تړاو یوه خورا بوږنکونکې ویډیو انلاین خپره شوې. موږ په ټینګار سره غوښتنه کوو، چې د دغې ویډیو لینک له نورو سره شریک نه شي. موږ د دغسې تصویرونو پر لرې کولو کار کوو. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5

دې X پوسټ نه تېرشئ, 6
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 6

دې X پوسټ نه تېرشئ, 7
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 7

نیوزیلنډ کې د سوریایانو همغږۍ ډلې بي بي سي ته وویل، د پېښې قربانیانو کې د سوریې کډوال هم شامل دي.

د دغه ګروپ یوه غړي علي عقیل وویل، یو پلار وژل شوی، دوه زامن یې ټپيان دي، چې یوه روغتون کې او بل بې درکه دی. د نوموړي په وینا د دغې کورنۍ یوه زوی له جوماته بهر خپلې مور ته د ټیلیفون له لارې د پېښې حال ورکاوه چې ډزې پرې وشوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسیندا اردرین ته یوه پیغام کې پر دغه پېښه سخته خواشینې ښوولې. نوموړي زیاته کرې 'په متنوع، دیموکراتیکو ټولنو کې کرکې او تشدد لپاره ځای نه شته. '

مودي

د عکس سرچینه، AFP

د ځايي پولیسو مشر مایک بوش وايي، برید ډین ایونیو سیمې په النور جومات او د لینوډ سیمې جومات کې شوی دی. '

د یوې ځايي ورځپاڼې نیوزلنډ هرالډ رپوټ کې ویل شوی، یو بریدګر پېرندل شوی دی، چې د اسټرالیا تبع دی.

د رسمي شمېرو له مخې نیوزلنډ کې د ټول نفوس یو اعشاریه یوه سلنه مسلمانان دي. د ۲۰۱۳ کال سر شمېرنې له مخې دغه هېواد کې ۴۶۰۰۰ مسلمانان اوسېدول، خو له دې مخکې ۲۰۰۶ کال کې هلته ۳۶۰۰۰ مسلمانانو ژوند کاوه.

اوو کلونو کې د نیوزلنډ مسلمانانو شمېر ۲۸ سلنه ډېر شوی دی.

د النور جومات په شاوخوا کې له برید وروسته وسله وال پولیس لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د النور جومات په شاوخوا کې له برید وروسته وسله وال پولیس لیدل کېږي.

یو برید هغه مهال شوی چې د بنګلدیش کرېکټ ملي لوبډله جومات ته ننوته او د ډزو په اورېدو له سیمې تښتېدلي. د لوبډلې چارواکي وايي، د دوی لوبغاړو ته زیان نه دی اوښتی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 8
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 8

پولیسو په نیوزیلنډ کې له ټولو جوماتونو انتظامیې غوښتي چې تر بیا خبرتیا پورې خپلې دروازې وتړي. نیوزیلنډ ته د کرېکټ سیالیو لپاره د بنګله دېش تللې لوبډلې غړي تمییم اقبال په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ټول لوبغاړي له دغه بریده روغ وتلي.