د کاناډا یوه جومات کې 'ترهګریز' برید شپږ کسان وژلي

پولیسو ویلي، دوه مشکوک بریدګر یې نیولي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو ویلي، دوه مشکوک بریدګر یې نیولي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي

رپوټونه وايي، د کاناډا کبک سیټي په جومات کې ډزې شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي.

د کاناډا سي بي سي تلوېزیون ویلي، پېښه پر ځايي وخت د شپې پر اتو بجو د کبک سیټي ''اسلامي کلتوري مرکز'' کې شوې ده.

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین تروډو پر ټویټر دا برید په سختو ټکو غندلی او دا یې ترهګریز برید بللی دی.

ښاغلي تروډو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ ویلي: ''نن کاناډایان کبک جومات کې د بې زړه برید له کبله د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوي.''

ډزې داسې مهال شوې، چې خلک د مازدیګر لمانځه لپاره راغونډ شوي وو.

د کبک پولیسو اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي.

د برید د انګیزې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د کبک یوه چارواکي فیلیپ کویلارډ دا ''یو ترهګریز عمل'' بللی.

د برید پرمهال په یاد اسلامي مرکز کې تر۵۰ ډېر لمونځ کوونکي راټول شوي وو.

یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تر درو پورې بریدګر په برید کې ښکېل وو. یاده سرچینه وايي، جومات ته بریدګر له وژونکو وسلو سره ننوتلي وو.

خو وروسته پولیسو ویل، سیمه خوندي شوې او وضعیت تر ''کنټرول لاندې'' دی.

پولیسو د پېښې ځای ته ځان رسولی او سیمه یې کلابنده کړې وه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پولیسو د پېښې ځای ته ځان رسولی او سیمه یې کلابنده کړې وه

د ''لي سولیلي'' په نامه یوې سیمه ییزې ورځپاڼې ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې یوه بریدګر چې عمر یې ۲۷ کاله دی کلاشنیکوف درلود، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

برید د کبک سیټي په چیمین سېنټ فوی جومات کې شوی دی.

پر خواله رسنیو خپره شوې وېډیو کې له جومات بهر ګڼ امبولانسونه ولاړ دي، خو سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې ده.

د جومات د چارو مشر محمد ینګوی- چې د برید پرمهال د جومات د ننه و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نه پوهېږي چې څومره کسان ټپیان شوي، خو د کبک روغتونونو ته وړل شوي دي.

.

د عکس سرچینه، .

دی وايي ''ولې دا کار دلته شوی؟ دا یو وحشیانه عمل دی.''

په وروستیو کلونو کې کبک کې د مسلمانانو ضد پېښې ډېرې شوې دي، د تېر کال جون میاشت کې د دغه اسلامي مرکز د دروازې مخې ته د خوګ سر موندل شوی و.

او په ۲۰۱۳ کال پولیسو د کبک سیګني سیمه کې د جومات پر دېوال د موښل شویو وینو په اړه څېړنه وکړه چې اټکل کېده د خوګ وینه وه.

په ۲۰۱۵ کال د پاریس له ځانمرګي برید وروسته اونتاریو سیمې یوه جومات ته اور ورته شوی و.

تېر کال د دغه مرکز دروازې مخې ته د خوګ سر اېښودل شوی و

د عکس سرچینه، QUEBEC ISLAMIC CULTURAL CENTRE

د عکس تشریح، تېر کال د دغه مرکز دروازې مخې ته د خوګ سر اېښودل شوی و