تهران کې په لمبه يي موادو سره پر جومات برید وشو

v

د عکس سرچینه، yjc

د عکس تشریح، پر جومات د برید ویډیو.

د ایران د حکومت اړوند رسنیو داسې ویډیو خپره کړې چې د دغه هېواد د پلازمېنې تهران په ختیځ کې پر جواد الایمه جومات د لمبه یيي( اور اچوونکو) موادو برید ښيي.

دغه رسنۍ د ویډیو په خپرولو سره لیکي: "د ري سټارټ په نوم له شیطان پرستې ډلې اغېزمنو څو ځوانانو د جومات ننوتلار( دخولي لار) ته په دغو موادو سره اور واچاوه".

له دې مخکې د هغې ډلې ځینې غړو چې ځانونه ري سټارټ بولي دا ویډیو خپره کړې.

په ویډیو کې داسې ځوان لیدل کېږي چې د جومات مخ ته د ري سټارټ عبارت له لیکلو وروسته دروازې ته اور اچوي.

دا ډله له هغو کسانو جوړه شوې چې د ایران د حکومتي رسنۍ صدا و سیما د پخواني ویاند محمد حسیني له اینټرنیټي بلنې وروسته د بانکونو په ګډون پر عمومي ودانیو بریدونه کوي.

دې کسانو تراوسه په خواله رسنیو کې د خپلو هڅو یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د صدا و سیما اړوند د ځوان خبریالانو کلب د لوی تهران د امنیه قومندان حسین رحیمي له قوله لیکلي:

"د جواد الایمه جومات ته اور اچول لکه څو ورځې مخکې پر بانکونو برید ته ورته و او له خواله رسنیو اغېزمنو څو ځوانانو دا کار کړی دی".

محمد حسیني د بلنې موخه د ایران له حکومت سره مقابله بللې ده.

هغه تر ۱۳۸۴ کال د ایران د دولتي رسنۍ خورا نامي ویاند و او وروسته له هېواد ووېستل شو.