د نیوزیلنډ جومات کې برید کوونکی څوک دی؟

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن د نیوزیلنډ جومات کې برید کونکی برینټن ټارنټ ښي اړخی ترهګر بللی دی. بل لور ته د نیوزیلنډ پولیسو کمشنر تایید کړې چې د نیوزیلنډ یا اسټرالیا پولیسو یا امنیتي ادارو د دغه سړي په هکله هېڅ معلومات نه درلودل.

برید ګر چې د کرایسټ چرچ ښار په النور جومات کې یې پر لمونځ کونکو د ډزو صحنه په ژوندۍ بڼه د فېسبوک له لارې خپروله ځان ۲۸ کلن اسټرالیایی برینټن ټارنټ بللی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه سړی په النور جومات کې پر نارینه وو، ښځو او ماشومانو له یوه مخه ډزې کوي.

پولیس وايي، یو کس یې نیولی چې په وژنه تورن دی او عمر یې له شلو کلونو ډېر دی. دوه نور سړي او یوه ښځه هم نیول شوي، چې یو یې وروسته خوشی شوی دی.

نیوزیلنډ پولیس وايي، پولیسو دې لړ کې یو کور تالاشي کړی دی.

د دغه هېواد لومړۍ وزیره وايي، دا په څرګند ډول یو ترهګریز برید دی. په یوه ټویټر پیغام کې نوموړې ویلي، د کرایسټ چرچ جوماتونو کې برید د منلو وړ عمل نه دی او نیوزیلنډ کې داسې کړنو ته ځای نه شته.

د لومړي وزیرې په خبره هغه خلک چې دغه پېښه کې زیانمن شوي، زموږ خپل خلک دي او نیوزیلنډ یې خپل هېواد دی.