د عکسونو البوم: کرایسټ چرچ جوماتونو کې 'ترهګریز' بریدونه

د نیوزیلنډ کرایسټچرچ ښار پر دوو جوماتونو خونړي ترهګریز بریدونه شوي، چې لږترلږه ۴۹ کسان په کې وژل شوي او نژدې همدومره ټپیان شوي دي. یو مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی دی.