ورځپاڼې: داعش ډله په فیلپین کې سر را پورته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې څنګه په منځني ختیځ کې له ماتې وروسته د داعش ډله په فیلپین کې د سر راپورته کېدو په حال کې ده.
داورځپاڼه په دې اړه په ځانګړي رپوټ کې لیکي چې "اسلامي دولت" ډلې لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې په فیلپین کې د کسانو جلب پیل کړ، د خپلو فعالیتونو ویډیوګانې یې خپرې کړې او د استخباراتي چارواکو د وینا له مخې د چیچنیا، سومالیا او یمن څخه سلګونه وسله وال د لرې ختیځ په دې سیمه کې له دې ډلې سره یو ځای شول.
یو کال وروسته دې ډلې د مندناو ماراوي ښار ونیو چې بیا د لږ تر لږه نهه سوه کسانو په وژل کېدو له دغه ښاره دا ډله وایستل شوه.
د فیلپین د سولې، تاوتریخوالي او ترهګرۍ په اړه څېړنیز بنسټ مشر رامیل بنلاوي ورځپاڼې ته ویلي په فلپین کې "اسلامي دولت" ډلې ته غړي له بهره راځي او دوی نوي کسان جذبوي.
دی وايي دا ډله د فیلپین تر ټولو پيچلې ستونزه ده او ورځ په ورځ پراخیږي او په فیلپین کې یې باید له موجودیته انکار ونه شي.
د اورګاډي پټلۍ
هندۍ ورځپاڼې ډیلي پیونیر لیکلي د افغان سولې په برخه تر ټولو لوی خنډ دا دی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر.
د دې مطلب د لیکوال په وینا، د نړیوالې ټولنې لپاره دا خبره ډېره حیرانوونکې ده چې د سولې لپاره دوه بهیرونه دوام لري یو د روسیې له خوا او بل د امریکا له خوا، خو حکومت په یوه کې هم برخه نه لري.
لیکوال وايي، سره له دې چې جګړه روانه ده، خو په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د خبرو دوام داسې هیلې راټوکولې چې ګوندې دا جګړه پای ته ورسېږي.
قطر ورځپاڼې ګلف نیوز لیکلي چې پاکستان غواړي د پټلۍ له لارې له افغانستان، ایران، ترکیې او روسیې سره په نژدې راتلونکې ونښول شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼې د پاکستان د ریل ګاډي د وزیر شیخ رشید په حواله لیکلي چې نوموړي د ریل ګاډي کارکوونکو ته په یوه وینا کې ویلي چې په دې برخه کې یې د ایران او ترکیې پخه ژمنه تر لاسه کړې ده.
د پاکستان د ریل ګاډي اداره د درغلیو او مالي فساد له امله له ډیر کړاو سره لاس او ګریوان ده سروس یې د پخوا پر تله ډېز کمزوری دی خو د ریلوې وزیر شیخ رشید وايي حکومت ژمن دی چې دغه اداره به له فساده پاکوي.
ګارډین ورځپاڼې لیکلي په ونزویلا کې د ولسمشر نیکولاس مادورو د واک پای په اړه مخکېني وړاندیزونه تر اوسه سم نه دي ثابت شوي، اوس په دغه هېواد کې د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو ځان ددغه هېواد ولسمشر بللی او ځینو هېوادونو په رسمیت هم پیژندلی.
ګارډین لیکي دا سې امکان هم شته چې دا اونۍ په ټول هېواد کې د بریښنا بهیر په پرې کېدو سره یو ځل بیا د نیکولاس مدورو پرضد اعتراضونه را وپاریږي، هغه ستونزه چې له امله د یو څه وخت لپاره په روغتونو او کورونو کې برېښنا نه وه او دې پېښې د ولسمشر مادورو پرضد مخالفین لا هڅولي دي.
برتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډینټ لیکلي د شمیمه بېګم پلار احمد علي ویلي دی له برتانیا له دې امله بښنه غواړي چې لور یې په سوریه کې له داعش ډلې سره یو ځای شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
شمیمه بېګم د برتانیا تابعیت لري او له اصله بنګلادیش ده. د هغې پلار ویلي لوريې ناسم کار کړی، نو ځکه دی له برتانویانو غواړي چې هغې ته بښنه وکړي.
د شمیمه بېګم قضیه وروسته له هغه د برتانیا په رسنیو یو ځل بیا توده شوه چې د هغې ماشوم د سوریې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ومړ. دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې له "اسلامي دولت" ډلې سره د یو ځای کېدو له امله له هغې د برتانیا تابعیت واخیستل شو.








