تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند پر کوم بالاکوټ بمبار کړی؟
د هند له هغې ادعا وروسته چې وايي پاکستان کې یې د جیش محمد وسله والې ډلې پر روزنیزو کمپونو بریدونه کړي، د پاکستان ملي امنیت شورا د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ غونډه کړې.
پاکستان د هند ادعا رد کړې او یوه اعلامیه کې وايي، د ځواب ورکولو حق لري.
د یادونې ده چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې هندۍ الوتکې د پاکستان خاورې ته رسېدلې دي.
د پاکستان پوځي ویاند تورنجرال اصف غفور په لومړني ټویټر پیغام کې د ادعا شوي برید ځای (بالاکوټ) ته نژدې سیمه یاده شوې او له هغه وروسته پر خواله رسنیو د بالاکوټ د نامه پر سر بحث راپورته شو، چې پوځي ویاند کوم بالاکوټ یاد کړی؟
ویل کېږي پاکستاني پوځیانو د خیبر پښتونخوا مانسېرې او بالاکوټ سیمو کې په چاڼیزو عمیلاتو بوخت دي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا یوه کلي (جابه) یو شمېر اوسېدونکو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د شپې ناوخته یې په سیمه کې د چاودنو غږونه واوریدل. یو ځايي اوسېدونکی عادل شاه وايي:
''لومړی مو فکر کاوه تندر وغورځېد، څه ځنډ وروسته معلومه شوه چې چاودنه شوې. وروسته مو د الوتکو غږونه واوریدل، سهار چې هلته ورغلو یو ځای د چاودنې له کبله ژوره کنده جوړه شوې وه. ونې هم وې او څلور یا پنځه کورونه ویجاړ شوي وو، یو سړی ټپي شوی و. ''
پر خواله رسنیو ځینې پاکستاني خبریالانو ولیکل که هندۍ الوتکې د خیبر پښتونخوا ایالت بالاکوټ ته رسېدلې وې، دا خطرناکه خبره ده.
خبریال او لیکوال مشرف زیدي یوه ټویټر پیغام کې ولیکل، ''بالاکوټ په ازاد کشمیر کې نه شته، هندیان نه یوازې له لاین اف کنټروله راوښتي، بلکې دوی رسماً پر پاکستان برید کړی دی. ''
خبریاله عاصمه شیرازي هم ورته پوښتنه کوي چې که هندۍ الوتکې تر دومره لېرې ځایه پاکستانۍ خاورې ته ننوتې وې، نو پوښتنه مې دا ده چې ولې د ستنېدو اجازه ورکړل شوه؟
جابه چېرې ده؟
د بي بي سي خبریال فرحت جاوید په رپوټ کې ویل شوي، جابه د خیبر پښتونخوا په مانسېره سیمه کې د بالاکوټ سړک پر غاړه پرته سیمه ده.
دغه ځای ته له مانسېرې بازاره یوه لاره غځېدلې او د لارې اوږدو کې د پولیسو یوه پوسته هم شته.
دغه سیمه کې د بټراسي په نامه د پوځیانو روزنې یو کالج هم شته. د کلي اوسېدونکو شمېر لږ دی او شاوخوا کې یې د غرونو لوړې څوکې دي.
د غرونو په هسکو کې کلیوال خلک نه اوسي او د ګڼو ونو منځ کې سختې لارې ورختلې دي. د غرونو همدغو څوکو په اړه هندي چارواکي ادعا کوي چې د جېش محمد وسله والې ډلې پکې روزنیز مرکزونه جوړ کړي.
د پاکستان ملي امنیت شورا له ګډې غونډې وروسته د دغه هېواد دفاع وزیر پرویز خټک او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، هندۍ الوتکې یوازې درې دقیقې د پاکستان خاوره کې وې.
دفاع وزیر پروېز خټک وویل:
''هندۍ الوتکې درې یا څلور کیلومتره د پاکستان خاورې ته دننه راغلې او بمونه یې وغورځول. زموږ هوايي ځواک چمتو و. د شپې تیاره وه، معلومه نه شوه چې څومره زیان اوښتی. دوی د دې لپاره انتظار کاوه، اوس څرګنده لارښوونه ورکړل شوه. که بیا داسې وشي غبرګون به وښودل شي. ځینې خبرې شته چې موږ نه شو کولای دلته یې وکړو. ''
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي همدې غونډې ته وویل، د پاکستان هوايي ځواک الوتکې په هوا کې موجودې وې.
''هغه الوتکې چې دلته یې بمبار کړی، په دوې بجې او ۵۵ دقیقې زموږ خاورې ته راغلې او په دوې بجې ۵۸ دقیقې له پاکستاني حدودو بهر وتلې وې. له کنټرول لاینه د الوتکو ګرځولو سره دوی وتښتېدل. ''
له دې مخکې له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې پنځه بجې د پاکستاني پوځ ویاند تورنجرال اصف غفور په یو لړ ټویټر پیغامونو کې وویل، د هند هوايي ځواک الوتکې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر مظفراباد سیمې ته نژدې درې څلور - کیلومتره له پولې اوښتې او د پاکستاني هوايي ځواک الوتکو له فعالیت وروسته بېرته ستنې شوې دي.
د پوځي ویاند په خبره هندیو الوتکو د ستنېدو پر مهال خپل چاودیدونکي توکي په شاړه سیمه کې غورځولي، چې په وینا یې له کبله یې کوم زیان نه دی اوښتی.
خو د هند بهرنیو چارو سکرتر ویجې ګوکهالې یوې خبرې غونډې ته وویل، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دغو مشخصو هدفي بریدونو کې د یوه قومندانانو په ګډون (ګڼ شمېر) وسله وال وژل شوي دي او د ملکي خلکو وژل کېدو مخنیوی شوی دی.
وموړی وايي:
''داسې باوري استخباراتي معلومات تر لاسه شوي وو، چې جیش محمد وسله وال په هند کې د یو شمېر نورو ځانمرګو بریدونو لپاره چمتوالی کوي او د ناڅاپي خطر مخنیوي لپاره وار له مخه بریدونه خورا اړین وو. ''
ښاغلي ګوکهالې وايي 'بریدونه د بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد پر یوه روزنیز مرکز شوي چې تر ټولو لوی دي او په یوه ځنګله کې د غرونو په هسکو کې دي. '
هند کې هم پر خواله رسنیو دې لړ کې بحثونه روان دي. خبریالې برکها دت د بریدونو په اړه پر ټویټر لیکلي، له دې مخکې پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي ۱۹۹۹ کال کې له پولې هاخوا د هوايي بریدونو اجازه نه وه ورکړې.
پي ایچ ډي څېړونکې مونیکا وايي، ''پاکستان د بالاکوټ برید پوځي ځواب نه شي ورکولای، ځکه په وینا یې اقتصاد یې داسې اجازه نه ورکوي او د ایف اي ټي خړ لیست کې یې د نوم ګډون له کبله د ترهګرو کمپونو ختمولو لپاره له فشار سره مخامخ دی. ''
د خواله رسنیو یوه کشمیري کاروونکي علي لیکلي، د برید له کبله به یوازې ونې، بوټي ویجاړ شوي وي.
کوم بالاکوټ؟
د پاکستان پوځ ویاند لومړی د ادعا شوي برید ځای بالاکوټ ته نژدې وباله. له هغه وروسته پر خواله رسنیو پوښتنې پیل شوې چې پوځ کوم بالاکوټ یادوي.
د خیبر پښتونخوا بالاکوټ سیمې تر څنګ د بالاکوټ په نامه یو کلی ایل او سي یا د هندي او پاکستاني کشمیر پر پوله هم شته.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله پر ټویټر پاڼه ولیکل 'که برید د خیبر پښتونخوا بالاکوټ ته څېرمه شوی وي، نو دا لویه پېشه ده. '
یو پخوانی پوځي چارواکی وجاهت الله ساپي ادعا کوي چې برید په پونچ سیمه کې شوی دی.
خو لږ وروسته تورنجرال اصف غفور په یوه بل ټویټر پیغام کې د پېښې نور تفصیل برالا کړ.
د ځینې کسانو په اند پوځي ویاند اصف غفور په لومړي سر کې د خیبر پښتونخوا بالا کوټ یاداوه چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفر اباد ته نژدې پرته سیمه ده.