تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کشمیر کې موټر بم برید ۴۰ هندي سرتېري وژلي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سخت دریځو وسله والو یوه موټر بم برید کې د نیمه پوځي ملېشو لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري وژل شوي دي.
ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل، له باروتو ډک ګاډی د بسونو له هغه کاروان سره ټکر کړی، چې سرتېري یې سرینګر سیمې ته لېږدول.
پاکستان مېشتې جیش محمد نومې ډلې د دغه برید کولو ادعا کړې. ۱۹۸۹ کال د هند واکمنۍ خلاف کشمیر کې د وسله والو له فعالیتونو پیلېدو راهیسې دا تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.
پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري، او هر یو یې پر نیمایي برخه کنترول لري.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دا یو 'بزدلانه ' برید بللی دی.
برید د سرینګر او جمو سیمو تر منځ د لویې لارې اوږدو کې شوی، چې کلکه څارنه یې کېږي. د بي بي سي اردو څانګې ریاض مسرور ته یوه ځايي پولیس افسر وویل:
''تر اوسه معلومه نه ده دغه کاروان کې څومره ګاډي وو، خو له باروتو ډک ګاډی تر نورو مخکې شو او له یوه بس سره وجنګېد، چې ۴۴ کسان پکې ناست وو. ''
چارواکي وايي، ښايي د وژل شویو کسانو شمېر نور ډېر شي، ځکه په وینا یې ډېر کسان سخت ژوبل شوي دي.
د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوی، جېش محمد ځايي رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، دغه برید د دوی یوه ځانمرګي کس کړی دی.
غبرګونونه
د هند لومړي وزیر دغه برید سخت غندلی دی. د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګ وايي ''جېش محمد پاکستان مېشتې ډله ده چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی. ''
بل لور ته د هند اقتصاد وزیر ارون جیټلي وايي، هغو کسانو ته به چې ''دغه فجیع عمل یې کړی، نه هېرېدونکی درس ورکړل شي. ''
د کشمیر دوو پخوانیو لومړي وزیرانو عمر عبدالله او محبوبه شیخ هم پر ټویټر پاڼه د برید په تړاو پیغامونه لیکلي.
چارو شنونکي وايي، له دې وروستي برید سره به د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ تاو تریخوالی ډېر شي. له ۱۹۸۹ راهیسې کشمیر کې ۱۰ ځانمرګي بریدونه شوي، خو موټر بم برید پکې کمساری دی.