تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کشمیر نښتو کې نږدې ۲۰ کسان ووژل او له ۷۰ ډېر ټپیان شول
د کشمیر د پولیسو په مشرۍ د دې سیمې سوېل کې د نښتو له امله د دریو پوځیانو په ګډون شل کسان ووژل شول.
چارواکي وايي، په دې نښتو کې له ۷۰ ډېر کسان ټپي شوي دي.
کشمیري چارواکي وايي، دا په وروستیو کې په دې سیمه کې په یوه ورځ د ډېرو خلکو د مرګ ژوبلې پېښه ده.
یو امنیتي چارواکي شیش پال وید وايي، د پټو معلوماتو له ترلاسولو وروسته یې د یکشنبې په شپه عملیات پیل کړل.
د هغه په خبره، په دریو سیمو کې د وسلوالو له کلابندولوسره نښته پیل شوه.
سرینګر کې د بي بي سي خبریال ریاض مسرور وايي، ډېری وژل شوي وسلوال د شوپیان ولسوالۍ دي.
پولیس وايي، د شوپیان په یوه کلي کې اوس هم نښته روانه ده او وېره شته چې مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي.
د دوی په خبره، په دغه سیمه کې یې یو وسلوال ژوندی نیولی دی.
د نورو مظاهرو غوښتنه
د نښتې پر مهال ځايي خلکو مظاهره وکړه، خو امنیتي ځواکونو یې د تیت پرکولو لپاره ډزې وکړې او چرې یې وکارولې.
په دغه پېښه کې د یو کس په وژل کېدو سره په نورو سیمو کې هم لاریون پیل شو او د بېلتونپالو ګډ یووالي د دوشنبې په ورځ د مظاهرې غوښتنه کړې ده.
حکومت د مظاهرو د مخنیوي لپاره د کورني اورګاډي پټلۍ تړلې او انټرنېټ یې هم ځنډولی دی.
د دوشنبې په ورځ ښوونیزې ادارې هم رخصت شوې دي.
د سرینګر په ډېرو سیمو کې د دې وژنو خلاف لاریون شوی دی.
د سیلګرۍ د پراختیا هڅې
وروستیو نښتو سره کشمیر کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په ورته مهال حکومت سږ کال د سیلګرۍ د پراختیا لپاره د یکشنبې په ورځ د ټول هند سیلګرۍ پروګرام جوړ کړی و.
په دغه پروګرام کې د هند د مختلفو ایالتونو د سیلګرۍ برخې مسوولانو ګډون درلود.
په دغه مهال د کشمیر سر وزیرې محبوبه مفتي د امن ټینګولو لپاره ولس همکارۍ وغوښتنه.
د بېلتونپالو مشران خوشي کول
په ورته مهال د پولیسو مشر د کشمیر د بېتلونپالو له دریو مشرانو سید علي ګیلاني، میر واعظ عمر فاروق او یاسین ملک د کلونو کلونو بندیزونو لرې کول اعلان کړل.
هغه دا هم وویل چې دا مشران هرځای ته د تللو ازادي لري، خو له خلکو سره د اړیکو له لارې باید د امن او قانون خنډ نه شي.
له څو کلونو وروسته دغو دریو مشرانو تېره جمعه مختلفو سیمو کې د جمعې لمانځه کې ویناوې هم وکړې.
د حکومت له دغه چلن خلکو هیله درلوده چې له دریو کلونو راهیسې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات- اپرېشن ال اوټ- وځنډېږي او په دوبي کې به حالات سم وي.
خو له تازه پېښې او د خلکو له نظرونو داسې ښکاري چې دریم کال به هم کشمیر کې وضعیت ټینک نه وي.