تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د کشمیر مسله د یوې اوږدې مودې جګړه ده
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند په شمال کې د پوځ قوماندان ډګر جنرال ډي ایس هوډا هغه څرګندونې را اخستې چې ویلي یې دي د کشمیر مسله په اساني نه شي هواریدای.
د نوموړي په اند دا یوه اوږده جګړه ده چې د اوږدې مودې تګلاره ورته په کار ده.
له بلې خوا پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په هند کې د اسیا زړه په کانفرانس کې چې د افغانستان ثبات په کې څیړل کیږي، د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز ګډون یوه زړه وړه پریکړه بللې.
ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان په داسې مهال د هند په کوربتوب دغه کانفرانس کې ګډون کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلي او د هند د نه ګډون له امله په پاکستان کې د سارک غونډه وځنډول شوه.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز وايي، چینايي چارواکو د یوې هندۍ رسنۍ هغه رپوټ رد کړی چې ګواکې چینايي ځواکونه د افغانستان په خاوره کې ګزمې کوي.
د وین WION په نوم دغې خبري سرچیني په خپله ویب پاڼه کې انځورونه خپاره کړي او ویلي یي وو، ښايي په انځورونو کې پوځي موټر د چین د دولتي ځواکونو وي چې د افغانستان په شمال ختیځ د پامیر په غرنیو سیمو کې ګزمې کوي.
خو نیوریاک ټایمز د چین د دفاع وزارت د ویاند په حواله ویلي، چې دغه خبرونه بې بنسټه دي. نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ګډې همکارۍ پر بنسټ یې په سرحدي سیمو کې د قانون پلي کولو لپاره ګډ عملیات کړي دي.
خلک:
اروپايي ټولنه باید د نړیوال سوداګریزې تړون د اصول له کومې ملاحظې پرته عملي کړي. دا د چین The People ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، اروپايي ټولنې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د پنځلسمې مادې له مخې په دغه سازمان کې د چین د غړیتوب په اړه د زړه نا زړه والي له امله د نړۍ پام ځان ته اړولی دی او داسې ښکاري چې اروپايي ټولنه د نړیوالو تړونونواو د سوداګرۍ نړیوال تړون اصولو ته پابندي لري ، خو د ورځپاڼې په وینا له قید او شرط پرته د ټولو نړیوالو اصولو عملي کول سمه لار ده.
ګارډین:
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لا سختیدو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تیر سپتمبر میاشت کې د تازه ازمایښتونو په ځواب کې پر پيونګ یانګ نور مشخص بندیزونه لګولي.
ورځپاڼې د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې نوي بندیزونه له چین دغه هېواد ته د ژوند د لومړنیو توکو د صادراتو استنثنا د چینايي کمپنیو او یا د چینیایانو د ګټې لپاره په پام کې نیول شوې ده بلکې د هغو خلکو اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي چې په شمالي کوریا کې اوسیږي.