تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کور غل څنګه میلیونر شو؟
انډریو مکایل ایله ۱۷ کلن زلمی و، چې ژوند کې د بدلون لپاره یې د مور له پېسو ۳۰ زره پاونډه د هغې له اجازې پرته ولګول.
۱۹۹۷کال و، چې د کمپیوټرو شوقین اندریو د برتانیا چېلټنهم سیمه کې د ښوونځي له یوه ټولګیوال سره یوه نوي کاروبار ته پام شو. اندریو چې اوس ۳۹ کلن دی وايي:
''هغه مهال بریتانیا کې د ویبپاڼو ټول کوربتوب کونکي سایټونه (وېب هوسټنګ) لویو کمپنیو پورې تړلي وو، خو موږ پوهېدو چې عام خلک او کوچني شرکتونه غواړي وېبپاڼې یې په اسانه ترمیم او پخپل لاس یې چارې سمبال کړي. ''
دوی همداسې وکړل، کمپیوټرونه یې کور کې درلودل، خو وايي ستونزه د چټک انټرنېټ تر لاسه کولو کې وه، چې هاغه مهال د سړک کېندنې له لارې کېدای شوای او دوی باید د دې لپاره ۳۰ زره پاونډه لګښت ورکړی وای، چې د ده په وینا دوی نه درلودل.
اندریو وايي، بله لاره یې نه درلوده، د مور بانکي کارت له لارې یې دغه بیه لنډه کړه، یو نوی موډیم یې واخیست او د سوداګریزو اعلانونو لپاره یې څه پیسې جلا کړې. هغه زیاتوي:
''جالبه دا وه چې طرحه مو کامیابه شوه. په لومړۍ میاشت کې مو دومره پیرودونکي وموندل چې د انټرنېټ لګښت او د اعلانونو پیسې پرې کړو. ''
تر دې هم جالبه دا وه، چې مور یې د غلا له کبله بښنه ورته وکړه.
اندریو وايي، له هغه وروسته یې کار او زیار ته ملا وتړله. د دې لپاره چې د ( فاست هوسټس) په نامه خپل شرکت چارو ته ډېره توجه وکړي، له هغو ملګرو شاته پاتې شو، چې له ښوونځي وروسته پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره تلل.
نهه کاله وروسته د اندریو کاروبار ۶۱ نیم میلیونو پاونډو ته ورسېد، چې د ده د ۲۶ کلنۍ پر مهال د ده شخصي ګټه پکې ۴۶ میلیونو پاونډو ته رسېده.
دوه کاله وروسته یې یو بل انټرنېټي شرکت د (لایو ډرایو) په نامه جوړ کړ او وروسته یې د ناڅرګند شمېر پيسو بدل کې وپلوره، چې ویل کېږي میلیونونو پاونډو ته یې بیه رسېدله.
اندریو چې په قبرس کې زېږېدلی او برتانیا کې لوی شوی وايي، کاروبار ته یې پام کول له پلاره زده کړي:
''پلار مې د کبانو او چپسو کاروبار کاوه او په هغه چاپیریال کې له کښته پورته کېدو سره مې له پیله ذهن کاروبار، پیسو ګټلو ته و. ''
اندریو وايي، یو مهال یې کاروبار له لوړو ځوړو سره هم مخامخ شو، چې په ورته مهال له ورته طرحې سره ډېرو خلکو ورته کاروبار کاوه او بیا یې یو په بل پسې کاروبارونه وپلورل.
د نوموړي په خبره ۲۰۱۴ کال کې یې د لایو ډرایو له پلورلو وروسته د یوه بل شرکت ډیکسون په ګډون یوه نوې وېبپاڼه جوړه کړه، چې له لارې یې مشتریان کولای شي د کورونو ترمیم له کارکونکو نیولې د موسیقۍ تر استادانو پورې اړتیا وړ خلک وغواړي. اندریو وايي:
''دا نو حیرانونکی کار و، لویه کامیابي وه. له نورو پرچون پلورونکو سره مو اړیکي ټینګ کړل او بالاخره مو کاروبار د لومړني هغه پرتله هم لوی او پراخ شو. ''
خو اندریو بیا وايي، پر دې بریاوو بسنه نه کوي، بلکې هیلې یې نورې هم ډېرې دي:
''زه له هغو کسانو یو یم، چې څومره لرم، هغومره نور غواړم، که څه هم لومړني دواړه کاروبارونه مې ښه و، خو زه ځان دومره ډېر کامیاب هم نه بولم. ''