تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګوګل کارکونکي د احتجاج په توګه له دفترونو وتلي
د نړۍ لر او بر کې ګوګل کارکونکي له ښځو سره د دې شرکت چلند په تړاو د احتجاج په توګه له کاري دفترونو بهر ته وځي. د ګوګل کارکونکو دغه اقدام بې ساری دی.
کارکونکي وايي، له ښځینه کارکونکو سره ځینو مواردو کې د شرکت چلند ناوړه دی او له کبله یې دوی احتجاج کوي.
بل لور ته د شرکت اجراییه مشر سندر پیچايي کارکونکو ته ویلي، د دوی د اقدام ملاتړی دی.
نوموړي یوه برېښنالیک کې د کمپنۍ ټولو کارکونکو ته لیکلي:
''زه ستاسې پر غوسه او نا هیلۍ پوهېږم. زه هم همداسې محسوسوم او زه پر دغه موضوع چې له ډېر پخوا زموږ ټولنه کې او... هو! دلته ګوګل کې هم شته د پرمختګ ژمنه کوم. ''
د ګوګل لندن، زیوریخ، توکیو، سنګاپور او برلین دفترونو کارکونکي په دغه احتجاج کې شامل دي.
د ګوګل کارکونکو منځ کې دغه غوسه تېره اونۍ له هغه وروسته ډېره راوپارېده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه رپوټ کې د شرکت یو شمېر لوړپوړو چارواکو له لوري له ښځینه کارکونکو سره د نامناسب چلند یادونه وشوه.
رپوټ کې د هغو چارواکو نومونه هم یاد شوي، چې له همدې کبله یې استعفا کړې او ځینو سره یې د حق الزحمې په توګه مالي مرسته هم شوې.
هغه کارکونکي چې د پنجشنبې ورځې احتجاج کې شامل دي، پر خپل کاري مېز یو لیکلی کاغذ پرېږدي، چې وايي:
''زه خپل کاري دفتر کې نه یم، له خپلو همکارانو سره د احتجاج په توګه بهر ته ځم او دغه احتجاج زموږ دفترونو کې د نامناسب کاري چاپېریال، جنسي ځورونې، نامناسب چلند خلاف دی. ''
دوی دغه راز د شرکت له انتظامي چارواکو په لیکلې بڼه د نړۍ لر او بر کې خپلو دفترونو کې د جنسي ځورونې، تبعیض، د معاشونو نابرابري پر ضد د اقداماتو او د ځورونې خلاف په خوندي توګه د معلوماتو ورکړې سسټم غوښتنه کوي.
تېر کال ګوګل کارکونکو د امریکا له دفاع وزارت سره د شرکت کار په تړاو او چینايي مارکیټ ته د لټون له یوه تولید سره د بیا ننوتو خلاف هم کلک احتجاج کړی و.
بل لور ته سان فرانسسکو کې د تکنالوژۍ صنعت کارکونکو یوه مدافع ټلواله وايي، دوی د ګوګل کارکونکو ملاتړ کوي او د نن شخړه داسې څه دي، چې په وینا یې ګڼ شمېر تکنالوژۍ کمپنۍ یې باید په اړه غور وکړي:
''موږ پوهېږو، چې مدیران به دې لړ کې زموږ لپاره څه و نه کړي، ځکه باید موږ دغه نوښت پخپله وکړو. ''