تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ګوګل د اپل شرکت پېري' دروغ خبر ټول حیران کړل
ډوجونز مالي ادارې د سې شنبې پر ورځ یو داسې خبر خپور کړ، چې ټول یې حیران کړل. خبر کې ویل شوي و 'ګوګل د نهه میلیاردو ډالرو بدل کې اپل شرکت پېري. '
خو دا خبره چې د دغه پلور یادوونه د ګوګل شریک موسس سټېو جابز په وصیت کې هم شوې، ناسمه وخته.
دا خبر ایله دوې دقیقې وروسته لرې کړل شو، خو د یو څه ځنډ لپاره ورسره د اپل د ونډو بیه لوړه شوه.
ډووجونز ویلي، چې خبر د تخنیکي ستونزې له کبله خپور شوی او باید له پامه وغورځول شي. خبر کې ویل شوي و 'د دې خبرې په اورېدو هر ژوندی ساری حیران پاتې شو. ' او ویلي یې دي، د ګوګل کارکوونکو د دغه خبرې په اورېدو له خوښۍ چیغې کړې.
خبر کې دا هم ویل شوي و، چې اوس به ګوګل د اپل نوي مرکزي دفتر ته ولېږدي. ډوو جونز ادارې وروسته وویل:
''دغه خبر چې د نیویارک له ځايي مهال سره سم د ګهیځ په ۹:۳۴ دقیقو خپور شوی و او په ۹:۳۶ بېرته لرې شو، د تنخیکي ګډوډۍ له کبله خپور شوی و 'اوس دغه خبر لرې شوی او موږ له دې کبله بښنه غواړو. '
د ډووجونز اجرايي رییس ویلیم لیوس یوه اعلامیه کې ویلي پېښه د تکنالوژۍ یوې ازموینې پر مهال شوې.
د مالي چارو اړوند مجله فوربس اپل تر ګوګل لوی شرکت بللی او ټولټال ارزښت یې له ۷۵۰ میلیاردو ډالرو اوښتی دی، خو د ګوګل ارزښت د ۵۸۰ میلیاردو ډالرو شاوخوا کې دی.
دا مهال د دغو شرکتونو تر منځ یو ټریلین ډالرو ته د رسېدو لپاره سیالي روانه ده او د فوربز په شننه کې ویل شوي، چې ۲۰۱۹ پورې به اپل دغه هدف ته په رسېدو سره د نړۍ لومړنی دومره ارزښت لرونکی شرکت شي.