'واورین ډیلی لندن ته ورته ښکاري'

د عکس سرچینه، PTI

د هند پلازمېنه ډیلي کې د پنجشنبې پر ورځ سخته ژلۍ اورېدلې، لارې کوڅې یې له واورینو ټوټو ډک کړي او ګڼو ډیلي ښاریانو ته دا منظر خورا په زړه پورې ښکاریده.
په هغو تصویرونو او ویډیويي کلیپونو کې چې د ډیلي اوسېدونکو پر خواله رسنیو خپاره کړي، د چڼو یا نخودو په کچه ژلۍ دانې لیدلې کېږي، چې د ښار سړکونو رنګ یې سپین اړولی دی.
ډېری کسانو د دغه حیرانونکي منظر په لیدو خپل ښار لندن او شکاګو ته ورته بللی دی.
د اکیو ویدر نومې امریکایۍ موسمپاڼې هوا پېژندونکي جېسن نیکولس وايي، د له توپان سره یو ځای ژلۍ 'د ډيلي لپاره نوې خبره نه ده، خو داسې ډېر نه کېږي. '
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ډیلي کې د هوايي چلند مسوولینو د دغسې سخت موسم له کبله د ښار له هوايي ډګرونو ټاکل شوې نژدې ۳۰ الوتنې لغو کړې.
بل لور ته ماهرین وايي، له توپاني بادونو سره یو ځای د ژلۍ او باران له کبله د ډیلي خورا ډېره ککړه هوا پاکه شوې ده.

د عکس سرچینه، Zubair Ahmad Ansari

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2

د پوسټ X پای, 3

له تېرو څو ورځو راهیسې د هند ځینې شمالي برخو کې درنې واورې اورېدلې دي.
د دغه سخت موسم له کبله په ځینې سیمو کې د وارو ښوېدنې احتمالي خطرونو اعلانونه شوي او یو شمېر ښوونځي تړل شوي دي.