تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اسلامه اوښتې سعودۍ رهف القنون کاناډا ته ورسېده
سعودۍ پېغله رهف القنون چې له کورنۍ د تېښتې کیسه یې نړیواله شوې ده، کاناډا ته رسېدلې او کاناډا پنا ورکړې. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، رهف خپل "نوي کور" ته پرلار ده.
۱۸ کلنه سعودۍ له خپلې کورنۍ سره کویت ته تللې وه چې له هغه ځایه تایلنډ ته وتښتېده او استرالیا ته د تګ لپاره یې پلان جوړ کړی و، خو تایلنډي چارواکو یې کویت ته د بېرته ستنولو هوکړه وکړه.
رهف کویت ته الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او ځان یې د بنکاک پر هوايي ډګر په یوه خونه کې بند کړ.
د جنورۍ پر پنځمه د هغې یوه ټویټ د نړۍ پام ځان ته واړاوه.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریسټینا فریلانډ ته پر هوايي ډګر ولاړه وه او هغه یې یوه "نوې کاناډایۍ او ډېره زړوره وطنواله" وبلله.
هغه وايي، رهف د یوه ډېر اوږد سفر له کبله زښت ډېره ستړې شوې ده، نو د شنبې په ورځ هېڅ ډول خبرو ته باید زړه ښه نه کړي:
"هغه ډېره زړوره نجلۍ ده، پر ډېرو ناخواله تېره شوې ده. اوس به خپل نوي کور ته ولاړه شي. "
رهف کاناډا ته پرلار پر خپل ټویټر په الوتکه کې انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې "ومې کړای شو".
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو وړاندې خبریالانو ته ویلي وو چې، هېواد یې رهف ته د پنا په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غوښتنه منلې ده.