له اسلامه اوښتې سعودۍ رهف القنون کاناډا ته ورسېده

د کاناډا تورنټو هوايي ډګر کې رهف القنون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کاناډا تورنټو هوايي ډګر کې رهف القنون

سعودۍ پېغله رهف القنون چې له کورنۍ د تېښتې کیسه یې نړیواله شوې ده، کاناډا ته رسېدلې او کاناډا پنا ورکړې.‌ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، رهف خپل "نوي کور" ته پرلار ده.‌

۱۸ کلنه سعودۍ له خپلې کورنۍ سره کویت ته تللې وه چې له هغه ځایه تایلنډ‌ ته وتښتېده او استرالیا ته د تګ لپاره یې پلان جوړ کړی و،‌ خو تایلنډي چارواکو یې کویت ته د بېرته ستنولو هوکړه وکړه.‌

رهف کویت ته الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او ځان یې د بنکاک پر هوايي ډګر په یوه خونه کې بند کړ.‌

د جنورۍ پر پنځمه د هغې یوه ټویټ د نړۍ پام ځان ته واړاوه.‌

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریسټینا فریلانډ ته پر هوايي ډګر ولاړه وه او هغه یې یوه "نوې کاناډایۍ او ډېره زړوره وطنواله" وبلله.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

هغه وايي، رهف د یوه ډېر اوږد سفر له کبله زښت ډېره ستړې شوې ده،‌ نو د شنبې په ورځ هېڅ ډول خبرو ته باید زړه ښه نه کړي:‌

"هغه ډېره زړوره نجلۍ ده،‌‌ پر ډېرو ناخواله تېره شوې ده.‌ اوس به خپل نوي کور ته ولاړه شي. "

رهف القنون کاناډا ته تر رسېدو وروسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رهف القنون کاناډا ته تر رسېدو وروسته

رهف کاناډا ته پرلار پر خپل ټویټر په الوتکه کې انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې "ومې کړای شو".‌

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو وړاندې خبریالانو ته ویلي وو چې،‌ هېواد یې رهف ته د پنا په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غوښتنه منلې ده.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2