د نارینه و لپاره د ماشوم پالنې پوهنتون

ماشومان

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، دغه کورس به درې میاشتې دوام کوي او بریالیو کسانو ته به سند ورکول کېږي

په سکاټلند کې یو پوهنتون غواړي نارینه د ماشومانو روزنې او پالنې ته وهڅوي. د "هایلنډز انډ ایلنډز" پوهنتون په همدې موخه د دوی لپاره د ماشوم پالنې درې میاشتنی ځانګړی کورس پیل کړی دی.

یاد پوهنتون وایي، دا مهال د ماشوم پالنې په مسلک کې یوازې ۴ سلنه نارینه او پاتې ۹۶ سلنه ښځې دي.

د پوهنتون درسونه به د شپې لخوا وي، او هغه نارینه چې د ورځې نورې دندې لري، کولی شي تر کار وروسته پوهنتون ته ولاړ شي.

هغه نارینه چې دا درې میاشتنی کورس بشپړ کړي، د ماشوم پالنې په برخه کې به رسمي سند یا تقدیرنامه ورکول کېږي.

په سکاټلنډ کې ماشومان کولی شي له دوه کلنۍ تر څلور کلنۍ وړیا حکومتي وړکتونونو ته ولاړ شي، او میندې او پلرونه یې اړ نه دي چې فیس ورکړي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سکاټلند حکومت غواړي د نارینه ماشوم پالونکو شمېر زیات کړي

خو د حکومت دا تګلاره په دې معنی ده چې د ماشوم پالنې په برخه کې لا ډېرو مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

د سکاټلنډ حکومت غواړي تر ۲۰۲۰ کاله په دې برخه کې ۱۱ زره نور کسان هم وګوماري.

هغه نارینه چې په دې کورس کې برخه اخلي، حکومت ورسره د سکالرشپ له لارې مالي مرسته هم کوي.

د "هایلنډز انډ ایلنډز" پوهنتون یوه چارواکې هیتر کیز وایي، د دې کورس موخه یوازې دا نه ده چې حکومت خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي. بلکې څېړنې ښیي چې ماشومان د عمر په لومړیو کلونو کې د دواړو جنسونو پالونکو او روزونکو ته اړتیا لري.

نوموړې زیاتوي چې نارینه کولای شي د ماشوم پالنې مسلک ته له ځان سره نوي مهارتونه او وړتیا وې راوړي، او دا هر څه د ماشومانو پر ذهني وده مثبت اغېز کوي.