تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه فلیپینۍ چې د نړۍ د ښکلا ملکه شوه
اسټرالیايي توکمه فلیپینۍ ماډله، سندرغاړې او ویانده کتریونا ګرې ته د نړۍ د ښکلا ملکې تاج ور په سر شو.
څلرویشت کلنه کیتریونا ګرې د نړۍ ۹۳ هېوادونو پېِغلو ته ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه.
له کتریونا ګرې مخکې درې فلیپینۍ پېغلې د نړۍ د ښکلا ملکې غوره شوې وې.
د ښکلا ملکې د وېبپاڼې له مخې، د هالېنډ پلازمېنه بینکاک کې د ډیسمبر پر ۱۶ دا سیالي جوړه شوې وه.
دا وېبپاڼه زیاتوي، چې د کتریونا ګرې پلار سکاټ توکمه اسټرالوي او مور یې فلیپینۍ ده.
نوموړې فلیپین کې لویه شوې او هلته یې کار پیل کړی دی.
د سوېلي افریقا ډیمیل نیل پیټرس د ښکلا ملکې تاج کیتریونا ګرې ته ور په سر کړ.
ډیمیل نیل پیټرس پر ۲۰۱۷ کال د ښکلا ملکه شوې وه.
کتریونا ګرې د نړۍ د ښکلا ملکې له ویاړ مخکې د فلیپین ښکلا ملکه وه.
کتریونا ګرې په فلیپین کې د اېچ ای وي په هکله د عامه پوهاوی برخه کې هم کار کوي.