تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۷ کاله وروسته یوه هندۍ د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شوه
په چین کې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د ښکلا ملکې سیالي د هند ۲۰ کلنې منوشي چهلر وګټله.
دا شپږمه هندۍ ده چې د نړۍ د ښکلا ملکه غوره کېږي.
په دې سیالۍ کې د مکسیکو ښکلې نجلۍ دویم او د برتانیا ښکلې نجلۍ دریم ځای نیسي.
په چین کې د شنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا ملکې مراسمو کې له ۱۰۸ د ډېرو هېودونو ښکلو پېغلو ګډون کړی و.
د پیورټو ریکو اوسېدونکې- چې پر ۲۰۱۶ کال یې دا سیالي ګټلې وه- په دې مراسمو کې یې منوشي ته تاج ور په سر کړ.
په چین کې دا مراسم په لسګونو میلیونو خلکو نېغ یا ژوندي ولیدل.
منوشي چهلر د ۱۹۹۷ کال د مۍ پر ۱۴ په نوي ډېلي کې زېږېدلې او له دې مخکې یې د خپل هېواد په هریانه کې هم د هند د ښکلا ملکې نوم وګاټه.
د طب زدکوونکې منوشي د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ کې د برتانیا، فرانسې، کینیا او مکسیکو ښکلو ته ماتې ور کړه.
منوشي دا بری د خپلې مور له برکته بولي او وايي، چې هغه یې خپل ایډیال ده.
د هند وتلې هنرمنې پرینکا چوپړا د خپل هېواد لپاره په وروستي ځل پر ۲۰۰۰ کال دا ویاړ ګټلی و.
له هغه ۱۷ کاله وروسته منوشي چهلر شپږمه هندۍ ده چې د نړۍ د ښکلا ملکه جوړېږي.