هغه فلیپینۍ چې د نړۍ د ښکلا ملکه شوه

کیتریونا گرے

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له کتریونا ګرې مخکې دریو فلیپینیو د ښکلا ملکې ویاړ ګټلی و.

اسټرالیايي توکمه فلیپینۍ ماډله، سندرغاړې او ویانده کتریونا ګرې ته د نړۍ د ښکلا ملکې تاج ور په سر شو.

څلرویشت کلنه کیتریونا ګرې د نړۍ ۹۳ هېوادونو پېِغلو ته ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه.

له کتریونا ګرې مخکې درې فلیپینۍ پېغلې د نړۍ د ښکلا ملکې غوره شوې وې.

د ښکلا ملکې د وېبپاڼې له مخې، د هالېنډ پلازمېنه بینکاک کې د ډیسمبر پر ۱۶ دا سیالي جوړه شوې وه.

کیتریونا گرے

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کتریونا ګرې له دې مخکې د فلیپین د ښکلا ملکه وه.

دا وېبپاڼه زیاتوي، چې د کتریونا ګرې پلار سکاټ توکمه اسټرالوي او مور یې فلیپینۍ ده.

نوموړې فلیپین کې لویه شوې او هلته یې کار پیل کړی دی.

د سوېلي افریقا ډیمیل نیل پیټرس د ښکلا ملکې تاج کیتریونا ګرې ته ور په سر کړ.

ډیمیل نیل پیټرس پر ۲۰۱۷ کال د ښکلا ملکه شوې وه.

کیتریونا گرے

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کتریونا ګرې د ۹۳ هېوادونو ښکلو پېغلو ته ماتې ور کولو سره د نړۍ ښکلا ملکه شوه.

کتریونا ګرې د نړۍ د ښکلا ملکې له ویاړ مخکې د فلیپین ښکلا ملکه وه.

کتریونا ګرې په فلیپین کې د اېچ ای وي په هکله د عامه پوهاوی برخه کې هم کار کوي.