۲۲ کلنۍ کې د بغداد د ښکلا ځوانیمرګه ملکه

د "السومریة نیوز" وېبسایټ د خبر له مخې، د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بغداد د ښکلا ملکه او د کالیو ډیزاینره تاره فارس د سپتمبر پر ۲۷مه، د بغداد "کمپ سارة" سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوې ده.

یاده وېبپاڼه وايي، د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي "د کالیو د ډیزاینرې تاره فارس شمعون د وژنې د پېښې لپاره د سم لاسي څېړنې امر شوی، پر هغې درې ډزې شوې چې ځای پرځای وژل شوې ده."

د عراق "واع" خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت له خولې ویلي "په وسلو سمبالو کسانو پر تاره فارس برید کړی، لومړی یې د تښتولو هڅه کړې وه."

تاره فارس په ۱۹۹۶ کال د عراقي پلار او لبنانۍ مور په کور کې وزیږېده، لومړی یې پر یوټیوب لنډې وېډیوګانې خپرولې.

نوموړې څو ځلې اروپا ته تللې ده.

د سرچینې په وینا، "دا چې برید کوونکي یې په تښتولو نه دي توانېدلي، نو له ډزو مخکې یې هغه پر مخ ډېره وهلې ده، پر سر او سینه یې ډزې کړې چې ځای پرځای وژل شوې."

۲۲ کلنه فارس په ۲۰۱۴ کال د عراق د ښکلا ملکه ټاکل شوې وه او په ۲۰۱۵ کال یې د بغداد د ښکلا ملکې لقب ګټلی و.

تاره کردستان ولایت کې اوسېدله، خو هر وخت به د عراق پلازمېنې بغداد ته تله راته.

تر اوسه د هغې د وژلو انګیزه نه ده په ډاګه شوې.

دغې ځوانې ډیزاینرې پر خواله رسنیو خپل ډېر انځورونه خپرول او میلیونونه مینه وال یې لرل.

د عراق خبري اژانس ویلي، بغداد کې تېره اګسټ میاشت کې د ښکلا یوه کارپوهه رفیف الیاسري، چې د باربي په نوم یو دفتر یې هم درلود او یوه بله د ښکلا کارپوهه رشا الحسن په دوو جلا ناڅرګندو پېښو کې وژل شوې دي.

د روانې میاشتې پر ۲۵مه هم، یوه عراقۍ فعاله سعاد العلي بصره کې په ډزو ووژل شوه.

نوموړې د حکومت ضد مظاهرو ملاتړې وه.

دوی د عراق په تېلو بډایه بصره ښار کې څو اونۍ د پاکو اوبو، برېښنا او کاري زمینو د کموالي او د بې کارۍ او د توکو د بیو د لوړوالي او فساد ډېرېدو پرضد لاریونونه وکړل.