تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څاه په تل کې ۹۰۰ کلنه خزانه موندل شوې
د اسراییلو ساحلي ښار قیساریه کې له یوه څاه نه د سرو زرو هغه سکې موندل شوې دي چې فکر کېږي ۹۰۰ کاله پخوا دلته خښې شوې وې.
لرغونپوهانو دغه سکې او یوه زرینه لښتۍ د سپینو زرو یوه لوښي کې موندلي چې د څاه په یوه ډډه کې د ډبرو منځ کې پټ کړل شوي وو.
ماهرین فکر کوي دغه ۲۴ زرینې سکې هغه وخت یو چا د دې لپاره پټې کړې وې، چې وروسته به یې وباسي، خو ترې پاتې شوې دي.
ماهرین دا هم وايي، ۱۱۰۱ کال کې د سکو څښتن ښايي د ښار له نورو اوسېدونکو سره یو ځای د صلیبي پوځونو په ټولوژنه کې ژوند بایللي وي.
سکې هغه مهال وموندل شوې چې د قیساریه ښار دغې تاریخي برخې اثارو د خوندیتوب لپاره کېندنې کېدې.
دا سکې د عباسيانو او امویانو خلافتونو د زمانې یوه کورني څاه په بیخ کې د دوو ډبرو له منځه موندل شوې دي.
د اسرائیلو د تاریخي اثارو ادارې چارواکي وايي:
''د سکو دغه زېرمه په قیساریه کې د یوې ډراماتیکې تاریخې پېښې او پر دغه ښار د صلیبي ځواکونو د یرغل پټه خوله شاهدي ده.''
ماهرین وايي، لیکلي ثبوتونه ښيي چې د قیساریه ډېر اوسېدونکي د بالدوین لومړي پوځونو وژلي وو، چې له ۱۱۰۰ نه تر ۱۱۱۸ پورې یې د بیت المقدس صلیبي سلطنت واک په لاس کې و.
دغه سیمه کې له دې مخکې هم خزانې موندل شوې دي. د سرو او سپینو یو څه ګاڼه او د سرو زرو یوه چاینکه ۱۹۶۰ کال کې له دغه ځایه موندل شوې وو.
دغه راز ۱۹۹۰ کال د کښتۍ په بڼه د سپینو زرو لوښي هم له دغه ځایه موندل شوي وو.
اوس دغه اثار د بیت المقدس په اسراییلي موزیم کې ساتل کېږي.
۲۰۱۵ کال کې اسراییلي لامبوزنو د مدیترانې ساحل کې ناڅاپه د زرینو سکو تر سمندر لاندې یوه داسې خزانه وموندله چې تر اوسه ساري نه لري.
د لامبوزنو هغې ډلې د سمندر په تل کې د ۲۰۰۰ زرینو سکو یو ټولګه وموندله چې ۱۰۰۰ کاله پخوا دلته ځای پر ځای شوې وې.