تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران: د سرو زرو سکو زېرمه کونکی اعدام شوی
ایراني چارواکو هغه سړی اعدام کړی، چې د سرو زرو دوه ټنه سکې یې زېرمه کړې وې او د 'سکو سلطان ' په نامه مشهور و.
وحید مظلومین او د هغه د سکو د کاروبار ملګري ته 'پر ځمکه د فساد خپرولو ' په تور د اعدام سزا ورکړل شوې.
د ایراني محصلینو خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي دغه سړي او ملګري یې د بازار پر بیو د اغېز لپاره سکې یو ځای کړې وې.
بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل دغه سزا 'بوږنونکې ' بللې. د ایمنسټي اعلامیه کې ویل شوي:
'په کوم سرعت چې دغه محاکمه شوې، سترګې پټول دي او بې پروايي ښيي. '
ښاغلی مظلومین جولای کې نیول شوی و.
تېره اګست میاشت کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هغه قضايي غوښتنه ومنله، چې د مالي فساد قضیو څېړنې لپاره ځانګړې محکمې جوړې شي.
له هغه راهیسې دغو محکمو یو شمېر قضیو کې ځینې کسان په اعدام محکوم کړي، چې د ځینو محاکمه یې پر ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.
یو بل اعدام شوی سړی محمد اسماعیل قاسمي چې د 'فساد خپرولو ' په جرم اعدام شوی، د مظلومین شبکې اړوند بلل کېده، چې ویل کېږي د سرو زرو سکې یې پلورلې.
دواړه کسان په دار ځړول شوي دي.
د ایراني پېسو ارزښت له ټيټوالي وروسته دغه هېواد کې د سرو زرو سکو او امریکايي ډالرو ارښت ډېر شو.
د امریکا له وروستیو بندیزونو وروسته د ډالر مقابل کې د ایراني ریال ارزښت ۷۰ سلنه ټیټ شوی او د سرو زرو سکو بیه لوړه شوې ده.