ایران: د سرو زرو سکو زېرمه کونکی اعدام شوی

ایران

د عکس سرچینه، TASNIM NEWS AGENCY/REUTERS

د عکس تشریح، د وحید مظلومین (ښي لاس ته) په اړه ویل کېږي چې د سرو زرو دوه ټنه سکې یې یو ځای کړې وې

ایراني چارواکو هغه سړی اعدام کړی، چې د سرو زرو دوه ټنه سکې یې زېرمه کړې وې او د 'سکو سلطان ' په نامه مشهور و.

وحید مظلومین او د هغه د سکو د کاروبار ملګري ته 'پر ځمکه د فساد خپرولو ' په تور د اعدام سزا ورکړل شوې.

د ایراني محصلینو خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي دغه سړي او ملګري یې د بازار پر بیو د اغېز لپاره سکې یو ځای کړې وې.

بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل دغه سزا 'بوږنونکې ' بللې. د ایمنسټي اعلامیه کې ویل شوي:

'په کوم سرعت چې دغه محاکمه شوې، سترګې پټول دي او بې پروايي ښيي. '

ښاغلی مظلومین جولای کې نیول شوی و.

تېره اګست میاشت کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هغه قضايي غوښتنه ومنله، چې د مالي فساد قضیو څېړنې لپاره ځانګړې محکمې جوړې شي.

له هغه راهیسې دغو محکمو یو شمېر قضیو کې ځینې کسان په اعدام محکوم کړي، چې د ځینو محاکمه یې پر ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.

یو بل اعدام شوی سړی محمد اسماعیل قاسمي چې د 'فساد خپرولو ' په جرم اعدام شوی، د مظلومین شبکې اړوند بلل کېده، چې ویل کېږي د سرو زرو سکې یې پلورلې.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا له نویو بندیزونو وروسته ایران کې د سرو زرو ارزښت ډېر شوی

دواړه کسان په دار ځړول شوي دي.

د ایراني پېسو ارزښت له ټيټوالي وروسته دغه هېواد کې د سرو زرو سکو او امریکايي ډالرو ارښت ډېر شو.

د امریکا له وروستیو بندیزونو وروسته د ډالر مقابل کې د ایراني ریال ارزښت ۷۰ سلنه ټیټ شوی او د سرو زرو سکو بیه لوړه شوې ده.