د م. م د دیپلومات پر ۹۵ کلنې مېرمن د لرغونتوکو د لوټلو تور

لرغون پېژندونکو د ځینو هغو لرغونتوکو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې، چې وايي د منځني ختیځ اړوند دي او د یوې ۹۵ کلنې استرالیایۍ ښځې په واک کې دي.

لانجه وروسته تر هغه راوټوکېده، چې د استرالیا "وېسټ اسټرالین" ورځپاڼې د ځینو هغو اثارو په اړه رپوټ خپور کړی، چې وايي د ملګرو ملتونو د یوه دیپلومات جان هاوارډ د مېرمنې په واک کې دي.

هاوارډ د تېرې پېړۍ په ۶۰مو او ۷۰ مو کلونو کې منځني ختیځ ته تللی و او هلته یې د لرغون توکو د سپړنې په ډله کې ګډون کړی و.

"اسټرالین اسوشېټېډ پرېس" خبري اژانس ویلي، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت دا قضیه څېړي.

خو "سیډني مارنېنګ هېرالډ" ورځپاڼې د مصر د لرغونو اثارو وزارت د ترلاسه کوونکو اثارو د ادارې د مشر شعبان عبدالجواد له خولې ویلي، د مصر د بهرنیو چارو وزارت ددې څېړنې غوښتنه کړې ده.

دی وايي: "دا څېړل غواړو چې دغه اثار له مصر نه څه ډول په ناقانونه ډول ایستل شوي دي."

که څه هم دې خبر غوغا راپورته کړې ده، خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا هاوارډ سیمه ییز یا نړیوال قوانین مات کړي او که څنګه.

"وېسټ اسټرالین" ورځپاڼې په تېره نومبر میاشت کې یو مطلب خپور کړی، چې هاوارډ ته یې په کې د "انډیانا جونز" خطاب کړی.

انډیانا جونز د لرغونو توکو په پلمه د نړۍ ډېرو سیمو ته سفرونه کړي او د لرغونو اثارو پوه و، چې ممثل هاریسون فورډ یې په یوه فلم کې هم په اړه لوبېدلی دی.

ورځپاڼه وايي، د هاوارډ له خوا د راغونډو شویو اثارو ارزښت تر یو میلیون استرالیايي ډالرو اوړي.

په دې اثارو کې د مصري مومیا یو ماسک، او د معاصر حجري عصر یو تبر دی، چې قدامت یې ۴۰ زره کاله اټکل شوی، د رومي پېر ځینې وسلې او د لرغوني مصر سکې او ګاڼه هم پکې دي.

ورځپاڼه زیاتوي: "د هغې د دیپلومات مېړه اړیکو، چې ۱۱ کاله یې سوریې، مصر، لبنان، فلسطین او اسرائیلو ته سفرونه کړي، دې ته زرغون څراغ ورکړی دی."

د یونیسکو د هوکړې له مخې، د تېرې پېړۍ ۷۰مه لسیزه کې کلتوري لرغوني اثار له اصلي ځایه بل ځای ته لېږدول ناقانونه ګڼل شوي.

د موزیمونو د نړیوالې شورا د قوانینو پربنسټ، د مصر د لرغونو اثارو د ساتنې قوانین پر ۱۸۸۰ کلونو پورې تړاو لري.

ډېری هغو هېوادونو چې هاوارډ سفر ورته کړی و، د تېرې پېړۍ پنځوسمه لسیزه کې د اثارو د ساتنې قوانین جوړ کړل.