تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر کې مومیايي شوي مړي موندل شوي
مصر کې د لرغونو اثارو ماهرینو سمندرغاړي ښار الاقصر کې د شاهي زرګر یوه لرغونې هدیره کې د یوې ښځې او دوو زلمیانو مومیايي شوي مړي موندلي دي.
دغه هدیره له پلازمېنې قاهرې ۴۰۰ میله لرې ساحلي ښار الاقصر کې موندل شوې ده. ویل کېږي، چې دغه هدیره له میلاده مخکې د ۱۱ او ۱۶ پېړۍ تر منځ پاچاهانو جوړه کړې وه.
له هدیرې نه یوه مجسمه هم موندل شوې ده، چې ویل کېږي د زرګر امیننبات ده او نوموړی په کې له خپلې مېرمنې سره لیدل کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې موندل شوي مړي د امینن خپلوانو دي که نه. د مصر لرغونو اثارو اړوند وزارت چارواکو ویلي مړي د هدېرې له کوز لوري موندل شوي دي، چې له دغه ځایه مرکزي لور ته لار تللې.
د لرغونو اثارو ماهرین وايي د ښځې عمر ۵۰ کاله معلومېږي، چې د هډوکو ناروغۍ له کبله مړه شوې ده او د زامنو عرمونه یې ۲۰ او ۳۰ کاله بلل شوی دی، چې مړي یې نسبتاً ښه حالت کې اوس هم خوندي دي.
چارواکي باوري دي، چې امینن د هغه مهال د پیاوړي پاچا زرګر و، چې هدیره یې ابول ناګه سیمه کې موندل شوې. دوی وايي دغه سیمه هغه مهال د لوړ پوړو چارواکو د مړو خښولو لپاره ځانګړې وه او داسې احتمال شته، چې سیمه کې نور مومیايي شوي مړي هم وموندل شي.
د لرغونو اثارو وزیر خالد الاناني ویلي:
موږ په هدیره کې دننه او شاوخوا کې یې د مړو خښولو ډېر الات ولیدل. موږ مومیايي شوي مړي، ځانګړي تابوتونه، د نارینه وو ځانګړې ږمنځې، مخپوټوني، لږ ګاڼه او مجسمې ولیدل.
نوموړی وايي:
''اوس کار نه دی ختم شوی، د لرغونو اثارو ماهرینو څلور نوي نومونه لوستي دي. دا څنګه نومونه دي، قبرونه یې څنګه دي؟ تر اوسه یې قبرونه نه دي موندل شوي، خو فکر کوم دا د هغوی قبرونه دي ''
نوموړي زیاته کړه:
''راتلونکي موسم کې به موږ انشاالله دغه سیمه کې کېندنې کوو، زه باوري یم، چې که بخت راسره یاري وکړي، موږ به د یوه، دوو یا ښايي د ټولو څلورو قبرونه ومومو. ''