'۲۰۱۸: امریکایانو ته افغانستان کې تر ټولو خونړی کال'

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
نيويارک ټايمز غزني کې د درېيو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته په اشاره ليکي، چې دا سږکال امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
غزني کې د سړک د غاړې بم چاودنه کې د درېیو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو سربېره د يوۀ قراردادي په گډون درې امريکايي سرتېري ټپيان شوي هم دي.
نيويارک ټايمز ليکي، د امريکا دفاع وزارت په ٢٠١٤ م کال کې اعلان کړى و چې ځواکونه به يې نور جگړييزو ماموريتونو کې نه ښکېلېږي خو د ورځپاڼې په وينا له هغه مهال تر اوسه طالبانو نورې سيمې ولکه کړي او امريکايي ځواکونو هم بېرته د جگړې ډگر ته وردانگلي.
د نیویارک ټايمز په وينا، په افغانستان کې په ٢٠١٥م کال کې ١٠ امريکايي سرتېري، ٢٠١٦ کې نهه ٢٠١٧ کې يوولس سرتېري وژل شوي وو، خو ٢٠١٨ م کال کې تر اوسه ١٢ امريکايي او څلورو نورو بهرنيو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
برتانوۍ گارډين ورځپاڼې ليکلي، برتانيا افغانستان کې زياتېدونکي کړکېچونو سره مبارزې لپاره د ٣٥ ميليون پونډو په ارزښت نوې مرسته اعلان کړې.
د ورځپاڼې په وينا، يوۀ نوي خپاره شوي رپوټ کې گواښنه شوې افغانستان کې نيمايي کليوال وگړي چې شمېر يې له لسو ميليونو اوړي ښايي د خوړو له سخت کمي سره مخامخ شي.
دغه رپوټ چې د اى. پي. سي په نامه د خوړو د خونديتابه يوې ادارې لخوا چمتو شوى د ورځپاڼې په وينا وايي د تاوتريخوالي پراخېدا او دوامدارې وچکالۍ چې له امله يې دوه نيم لکه کسان بې ځايه شوي د افغانانو پر عوايدو ناوړه اغېز کړى او د ماشومانو په منځ کې د پراخې خوارځواکۍ لامل شوى.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ٣٥ ميليون پونډو په ارزښت کېدونکو مرستو کې خواړه، څښاک اوبه، سلگونو زرو کسانو لپاره خيمې او نورې بشري مرستې شاملې دي. د برتانيا د نړيوالې پرمختيا ادارې پر نورو هېوادونو هم افغانستان سره د مرستې غږ کړى.
پاکستانۍ د نيوز ورځپاڼې اسلام آباد کې د افغانستان د بيارغونې کومېټې د څوارلسمې ناستې په تړاو ليکلي چې د پاکستان د پلان او پراختيا وزير مخدوم خسرو دغې ناستې ته ويلي چې د پاکستان اوسنى حکومت ژمن دى چې د افغان حکومت ترڅنگ درېدو سربېره افغانستان ته ډاډ ورکړي چې ټولې رغنيزې پروژې به پر خپل وخت بشپړې شي.
خليج ټايمز ليکلي چې د ابوظبۍ پوليسو د خواله رسنيو کاروونکو ته لارښوونه کړې چې خپل شخصي انځورونه او ويډيوگانو دې پر دغو رسنيو نه خپروي چې د مجرمينو د باج غوښتنې له گواښ سره مخ نه شي.
پوليسو ويلي هکران هڅه کوي له خواله رسنيو د خلکو شخصي تصويرونه او ويډيوگانې غلا کړي او بيا ترې پيسې وغواړي. پوليسو ويلي دغه ډول گڼې پېښې ثبت شوې دي.









