تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیوال سازمان: سعودي د بشري حقونو فعالانې له جنسي پلوه ځورولې"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د بښنې نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو د څار نړيوال بنسټ ويلي سعودي عربستان د گڼو ښځينه فعالانو په گډون د بشري حقونو فعالان ربړولي او له جنسي پلوه يې ځورولي دي.
سعودي چارواکو د روان ميلادي کال په لومړيو کې د ښځو د حقونو گڼې فعالانې او يو شمېر اغېزمن مذهبي عالمان او روڼ اندي نيولي دي.
د انساني حقونو دغو دواړو ټولنو په وينا پاڼو کې د ادعا شويو ربړونو په تړاو جزييات خپاره کړي دي.
دوى وايي د سعودي عربستان په دهبن زندان کې د ادعاو له مخې زندانيانو ته برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي او په متروکو وهل شوي دي.
د بښنې د نړيوالې ټولنې په وينا له برېښنايي ټکانونو او په متروکو له وهل کېدو وروسته زندانيان د گرځېدو او درېدو پاتې وو.
د وينا پاڼې پر بنسټ يوه ښځه د پلټونکو له لوري چې پر مخونو يې ماسکونه و له جنسي پلوه هم ځورول شوې ده.
د بشري حقونو څار بنسټ بيا خپله وينا پاڼه کې زندانيانو ته د برېښنايي ټکانونو د ورکړې، په متروکو د وهلو خبره کړې او زياته کړې ده چې لږ تر لږه درې ښځې په زور "په غېږ کې اخيستل شوې او بيا ښکل کړل شوې دي."
سعودي کې ښځو ته اسانتیاوې ور کول
دا رپوټونه وروسته له هغه خپرېږي چې د سعودي عربستان پاچا سلمان او د هغه وليعهد محمد بن سلمان تېر کال په نظام کې ځينې سمونونه اعلان او په دې په لړ کې يې د ښځو پر گاډي چلولو لگېدلى بنديز هم لرې کړ.
د سعودي د واکمنانو دا گام د نړۍ په لرو بر کې وستايل شو، خو د سعودي منتقديان یا نیوکګر وايي دا هڅې د حکومت مخالفانو پر ضد له سختو گامونو سره ملې وې.
په سعودي کې د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي رپوټونه په داسې حال مخې ته راځي چې ریاض د خپل يوه منتقد او د واشنگټن پوسټ د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژنې له امله له سخت نړيوال فشار سره مخ دى.
سي اى اې په دې ورستيو کې د رپوټونو له مخې دې پايلې ته رسېدلې چې وليعهد محمد بن سلمان د ښاغلي خاشقجي د وژنې حکم کړى و.
شونې ده چې له بشري فعالانو سره په توقيف کې د ناوړه چلند ادعا پر سعودي واکمنانو نړيوال فشار لا پسې زيات کړي.