د ټرمپ مېرمن: نړۍ کې تر ټولو ډېره زه ځورول کېږم

د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ وايي، ځکه یې د انټرنېټي ځورونې ضد کمپاین پیل کړی چې پخپله نړۍ کې تر ټولو ډېره ځورول شوې ده.

له اې بي سي تلوېزون سره اوږده مرکه کې دا هم وايي، چې د سپینې ماڼۍ په لوېدیځ وزر کې پر ځینې کارمنانو هم باور نه لري، چې دا ور سره یو دفتر کې کار کوي.

مېرمن ټرمپ دا هم وايي، چې کومې ښځې د جنسي ځورولو تور ګوي، باید کره سندونه ولري.

له هغې سره دا مرکه د اروپا د څلورو هېوادونو د سفر پر مهال تېره اونۍ افریقا کې شوې ده.

تر هر چا ډېر

ملانیا ټرمپ وایي: زه ویلی شم چې نړۍ کې تر هر چا ډېره ځورول کېږم

خبریال ټام لیمس یې پوښتي: ته په ریښتیا هم د نړۍ تر ټولو ډېره ځورول کېږې؟

"یوه له دوی، که ته په ریښتیا دا وګورې چې خلک زما په هکله څه وايي".

مېرمن ټرمپ پوښتل کېږي چې که د ټرمپ ور ساتې وی؟

هغه خاندي او وايي "ښه، زه هیله لرم".

ټرمپ ته شکایت

هغه دا هم وایي، چې د سپینې ماڼۍ ځینې کارکوونکو باندې باور نه لري، ځکه یې د هغو په هکله ډونلډ ټرمپ ته ریښتیا ریښتیا وویل.

کله چې وپوښتل شوه، د ډونلډ ټرمپ غبرګون څه و؟

"ښه، ځینې له دوی اوس دلته کارنه کوي".

ملانیا ټرمپ د امریکا د لومړۍ مېرمنې په توګه له ولسمشر ټرمپ پرته تېره اونۍ د افریقا څلورو هېوادونو- ګانا، ملاوې، کینیا او مصر- ته سفر درلود.

له اې بي سي سره مرکه کې هغې دا هم وویل، چې کومې ښځې د جنسي ځورولو تور لګوي، پکار ده، پاخه سندونه ولري.

خو دا یې څرګنده نه کړه چې له دې خبرې یې مطلب څه دی.

"زه د ښځو ملاتړې یم، خو ته یو کس ته یوازې دا نه شې ویلی چې زه جنسي ځورول شوې یم، یا تا زما سره دا کار کړی دی".

پر رسنیو نیوکې

هغه زیاتوي چې ځینې وخت رسنۍ په دا ډول تورونو سره له پولې وځي:

"کیسه داسې انځوروي چې سمه نه وي، دا سم کار نه دی".

افریقا ته د خپل سفر لومړیو کې هغې د سترې محکمې د قاضي بریټ کاوانا دفاع وکړه.

پر هغه هم تور لګېدلی چې د لېسې یوه پېغلوټې یې جنسي ځورولې وه ، خو نوموړي دا تور رد کړ

د مېرمن ټرمپ مرکې ته پراخ غبرګون ښودل شوی دی.