چینايي شرکت ملامتو کارکوونکو ته د متیازو څښلو سزا ورکړې

چینايي رسنۍ وايي، په چین کې محکمې د هغه شرکت د مشرانو د بندي کولو امر کړی د شرکت د تولیداتو د نه پلور په صورت کې یې د خپلو کارکوونکو لپاره د متیازو څښلو او د ګونګټو خوړلو سزا ټاکلې وه.

پولیسو وروسته تر هغه څېړنه پیل کړه چې په یوه وېډیو کې د شرکت کارکوونکي په متروکه وهل کېږي او ژیړ رنګه اوبه ورڅښل کېږي.

پر خواله رسنیو هم داسې بحثونه شوي چې د شرکت د تولیداتو د نه پلور په صورت کې کارکوونکو ته د ګونګټو د خوړلو امر شوی.

د ''ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ" ورځپاڼې ویلي، د شرکت درېیو مشرانو ته د پنځو کلونو او ۱۰ ورځو بند سزا اورول شوې ده.

د چین پر "ویبو" خواله رسنۍ لاس په لاس شوې وېډیو کې ښکاري چې یو کارکوونکی د نورو کسانو منځ کې ولاړ دی، په متروکه وهل کېږي. د متیازو څښلو سزا مو اورېدلې؟‌

د چین ختیځ کوتچو ښار کې د کورونو د بیارغولو د توکو اړوند شرکت نور کارکوونکو ته پلاستیکي پیالو کې ژیړبخن اوبلن څیز ورڅښل کېږي.

په ځینو برخو کې کارکوونکو ته د شرکت د مشرانو له خوا ګواښونه کېږي که د اړتیا وړ توکي خرڅ نه کړای شي، نو په زور به ګونګټې پرې وخوړل شي.

رپوټونه وايي، په یاد شرکت کې کارکوونکو ته نورې سزاګانې هم ټاکل شوې لکه د تشناب د اوبو،‌ سرکې څښل او د سر کلول.

په رپوټونو کې راغلي، په تېرو دوو میاشتو کې شرکت خپلو کارکوونکو ته د تنخاوو په ورکولو نه دی توانېدلی او کارکوونکي له دې وېرې استعفا ته زړه نه ښه کوي چې ګني تنخاوې به یې ترې وګرځولې شي.

په څوني ښار کې پولیسو د شرکت درې مشرن نیولي. محکمې وروسته د بند حکم ورباندې وکړ.

دا سزا په چین کې د شرکت د کارکوونکو د نامعمولو سزاګانو له ډلې ګڼل کېږي.

وړاندې ځینې داسې رپوټونه هم وو چې ګني ځینې ملامت کارکوونکي په ډله ییز ډول په مخ او اننګو وهل کېږي، ځینې نور بیا پر عامه لار په سینه ښویېدو ته اړایستل شوي، یا دا چې د کثافاتو صندوقونو ماچي کولو ته مجبور شوي.