د امریکا پر بیرغ د ښځې متیازې کولو ویډیو جنجال جوړ کړ

یوې امریکايي ښځې ته د خپل هېواد پر ملي بیرغ د متیازو کولو ویډیو خپرولو جنجال جوړ کړ.

نوموړې اوس ګواښل کېږي چې جنسي تېري به پر وشي او وبه وژل شي.

په وېبپاڼو کې ځینې کسانو ویلي، چې د دې ښځې وژونکو ته به جایزه ور کړي.

امیلي لېنس د جولای پر څلرمه- چې د امریکا د خپلواکۍ ورځې سره برابره ده- داسې ویډیو خپره کړه چې پکې یې د امریکا بیرغ په کموډ کې اېښی او دا پر ولاړه ده او متیازې پر کوي.

مېرمن لېنس هغو کسانو ته - چې پر دې غوسه دي- وايي، د کورنۍ له غړو دې یې لاس واخلي، ځکه هغوی یې د دې کار پلوي نه وو.

د رپوټونو له مخې، د هغې فیسبوک اوس کار نه کوي، خو پخوانیو تبصرو کې یې ویلي، چې پلار او د هغه کارځی "په نښه" شوي دي.

خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه په نښه شوي دي.

نوموړې هغو کسانو ته، چې ګواښلې یې ده وايي:

"ولې پام نه کوئ؟ ایا خپلواکي لمانځئ، په داسې حال چې که زه دا کار کوم بدر رد راته وایئ. دا دواړه په یو ځای نه کېږي".

هغې د ویډیو په خپرولو کې ویلي: "وغ... ستاسو ملتپالنه، وغ... ستاسو هېواد، وغ... ستاسو بیرغ".

په امریکا کې ملي بیرغ ته سپکاوی بې قانوني ده.