ترکیې د 'خاشقجي وژنې غږونه له نورو سره شریک کړي'

جمال خاشقجي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي چارواکو لومړی ویلي و، خاشقجي د کونسلګرۍ له ودانۍ وتلی دی.

ترکیې کې چارواکو ویلي، د خبریال او ژورنالیست جمال خاشقجي وژنې په تړاو یې ثبت شوي غږونه له امریکا، برتانیا، سعودي عرب او نورو سره شریک کړي دي.

بل لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان خپله هغه ادعا بیا تکرار کړې، چې ګواکې سعودي عرب ته د جمال خاشقجي وژونکي معلوم دي.

خاشقجي چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې د اکتوبر میاشتې پر دویمه نېټه د سعودي په استانبول کونسلګرۍ کې وژل شوی و.

سعودي چارواکو لومړی ویلي و، خاشقجي د کونسلګرۍ له ودانۍ وتلی دی.

سعودیانو هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان جمال خاشقجي سخت دریځی اسلامپال بللی و.

ترکیې کې چارواکو تېره اونۍ وویل، خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو سره سم تر ستونی نیول شوی او وژل شوی دی.

ترکیې چارواکو تېره اوونۍ وویل، جمال خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکیې چارواکو تېره اوونۍ وویل، جمال خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوی

دوی دا هم ویل، چې د نوموړي مړی 'له مخکې جوړ شوي پلان سره سم ټوک - ټوک شوی دی ' خو سعودي عرب د خاشقجي وژل کېدو څرنګوالي په تړاو دریځ بدل رابدل کړی دی.

ترکیې تر اوسه رسماً پر سعودي عرب د جمال خاشقجي وژنې تور نه دی پورې کړی.

سعودیانو ویلي، په دې تړاو یې ۱۸ کسان نیولي چې سعودي عرب کې به محاکمه کېږي، خو ترکیې بیا د دې کسانو ورسپارلو غوښتنه هم کړې.

ترک ولسمشر رجب طیب اردوګان د شنبې پر ورځ وویل:

''موږ هغه ثبت شوي غږونه سعودي عرب ته، واشنګټن ته، جرمنیانو ته، فرانسویانو ته، انګریزانو ته ورکړي او دوی هغه غږونه اوریدلي، چې دلته ثبت شوي وو، دوی ته معلومه ده. ''

بل لور ته د بي بي سي پوښتنې ته ځواب کې د برتانیا بهرنیو چارو وزارت د دغو ثبت شویو تر لاسه کول نه رد کړي او نه یې هم تایید کړل او کوم بل هېواد هم د دغو غږونو اورېدل نه دي تایید کړي.

خدیجه چنګیز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جمال خاشقجي ترکۍ کوژدنې خدیجه چنکیز له نړیوالو مشرانو غوښتي چې 'مجرمان محاکمه کړي.'

د جمال خاشقجي ترکۍ کوژدنه خدیجه چنکیز له نړیوالو مشرانو غوښتي چې 'مجرمان محاکمه کړي. '

جمال خاشقجي تر لسیزو پورې د شاهي کورنۍ له نژدې کسانو یو و، خو وروسته له پامه وغورځېد او تېر کال امریکا ته لاړ.

نوموړي همالته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره هره میاشت یو لیکنه کوله او د سعودي عرب د ولیعهد پر پالیسیو یې نیوکې کولې.