ټرمپ: د خاشقجي 'وژنه تر ټولو ناوړه تاریخي پټونه' ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عربستان معامله تر ټولو ''ناوړه تاریخي پټونه'' بللې ده.
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي باید د خاشقجي د وژل کېدو په تړاو باید سعودي ته سزا ورکړل شي، خو دا یې ونه ویې چې څنګه سزا.
د خاشقجي د وژنې دسیسې ته په اشارې سره ټرمپ وویل: ''د دوی لومړنۍ نقشه ډېره بده وه. د پټونو په تاریخ کې دا تر ټولو ناوړه تاریخي پټونه ده.''
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا ته به د خاشقجي په وژلو کې د ټولو ښکېلو کسانو وېزې لغوه کړي.
ریاض وايي، د روانې اکتوبر میاشتې پر دویمه استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خاشقجي په وژلو کې د ''شومو عناصرو'' لاس و، خو وړاندې سعودي ویلي وو چې ګني خاشقجي ''له
کونسلګرۍ سلامت وتلی'' دی.
وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، امریکا د خاشقجي په وژلو کې ښکېل سعودي چارواکي پېژندلي دي، چې په وینا یې، هېواد به یې پروړاندې چوپ پاتې نه شي او امریکا ته به د هغوی وېزې لغوه کړي.

د عکس سرچینه، EPA
پومپیو دا هم ویلي وو چې ''د امریکا له خوا به دا وروستۍ سزا نه وي.''
''قوي ثبوتونه''
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل ګوند عدالت او پراختیا غړو ته په وینا کې پارلمان ته ویلي وو، د خاشقجي وژلو ته لا له وړاندې پلان جوړ شوی و.
نوموړي وویل، هېواد یې داسې قوي ثبوتونه لري چې ګني خاشقجي په لوی لاس په ''وحشیانه'' ډول استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه وژل شوی.
اردوغان په دې قضیه کې د ۱۸ سعودیانو پر نیول کېدو هم ټینګار کړی، خو د قتل په دې قضیه کې یې د ثبوتونو په تړاو نور جزییات ورنه کړل.
اردوغان دا هم ویلي، ۱۵ سعودیان درېیو ډلو کې استانبول ته د خاشقجي د وژلو په ساعتونو او له پېښې وړاندې په جلا الوتنو کې راغلي دي.
ده وویل، چې دغه تورن باید استانبول کې محاکمه شي.
اردوغان دا خبرې سعودي کې د پانګونې د غونډې له پیلېدا سره هم مهاله کړې دي.

د عکس سرچینه، Saudi News Agency
د خاشقجي د قتل د قضیې له امله لسګونو نړیوالو مشرانو او سوداګرو ''صحرا کې د داوس'' په نامه له یادې ناستې سره پرېکون وکړ.
خو د امریکا د خزانې (مالیې) وزیر سټیون منوشین - چې په پام کې وه، دغې غونډې ته به نه ورځي، ریاض کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره پر تېره دوشنبه ځانګړې خبرې کړې دي.
دا هم د لوستلو دي:











