د خاشقجي دوسیه؛ م. م د خاشقجي په اړه حقیقت ډاګیزول غواړي

انتونیو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي ګوتېرېش له څرګندونو وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو چې د دغه خبریال موضوع له سعودي پاچا سلمان سره راپورته کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي د ترکيې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د ورک شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي په تړاو باید حقيقت په ډاګه شي.

انتونیو ګوتېرېش بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي، دغه ډول پېښې مخ په ډېرېدو دي او نړیواله ټولنه به يې ونه زغمي.

د سعودي د کورنيو چارو وزیر ویلي، هغه تورونه چې ګواکې هېواد يې په دې پېښه کې مسؤول دی، ناسم دي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو چې د دغه خبریال موضوع له سعودي پاچا سلمان سره راپورته کوي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پر ریاض د ښاغلي خاشقجي پر سر نړیوال فشار مخ په ډېرېدو دی.

ویل کېږي چې نوموړی تېره اوونۍ په استانبول کې د خپل هېواد کونسلګرۍ ته له ورتګ وروسته د سعودي چارواکو له خوا وژل شوی دی.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل، له سعودي واکمن سره تر اوسه نه دی غږېدلی، خو ژر به ورته زنګ ووهي.

یو سعودی پلاوی ترکیې ته رسېدلی چې ددغې ادعا شوې وژنې په اړه په ګډو پلټنو کې ګډون وکړي.

ترکي سرچینې وایي مستند شواهد لري چې د سعودي یوې امنیتي ډلې ښاغلی خاشقجي وژلی، خو سعودي په دې کې خپله ښکېلتیا ردوي.

مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون فرانسوي رسنیو ته وویل چې په دې اړه بشپړه پلټنه بې کچې اړینه ده.

زوکړه او زدکړې

جمال خاشقجي
د عکس تشریح، جمال خاشقجي پر ۱۹۹۰ کلونو یو مخ سعودي ته کډه شو او پر ۱۹۹۹ کال د انګریزي ژبې ورځپاڼې عرب نیوز مرستیال مدیر شو.

خاشقجي د سعودي مدینه منوره ښار کې پر ۱۹۵۸ کال زېږېدلی.

هغه د سوداګرۍ مدیریت زدکړې د امریکا په انډیانا دولتي پوهنتون کې کړې.

له زدکړو بشپړولو وروسته خپل هېواد ته ستون شو.