خلیلزاد ولسمشر غني سره پر خپل سفر غږېدلی

د عکس سرچینه، ARG
له پاکستاني چارواکو او قطر کې له طالبانو او قطري چارواکو سره د افغان سولې په اړه تر خبرو وروسته، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د خپل سفر په اړه جزییات ورکړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، خلیلزاد په دې کتنه کې وویل، "د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري."
په کابل، اسلام اباد، ریاض او دوحه کې له دولتي چارواکو سره له لیدنو وروسته اوس داسې رپوټونه دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره پرون د جمعې په ورځ لیدلي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند هم رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې منلې چې په قطر کې د دوی سیاسي دفتر استازو له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي.
په اعلامیه کې راغلي:
" د افغانستان د اسلامي امارت، د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر اعضاء محترم شیخ شهاب الدین دلاور ، محترم قاري دین محمد حنیف ، محترم الحاج محمد زاهد احمدزی او محترم محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله ، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه نیټه په دوحه کې وکتل"
په قطر کې د طالبانو له استازو سره د ښاغلي خلیلزاد کتنه د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دویم پړاو بلل کېدای شي.
تمه وه د خبرو دا پړاو دوه یا درې اونۍ وړاندې ترسره شوی وای، خو ظاهراً د افغان سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو ځنډېدلی و.
لومړی پړاو خبرې څلور میاشتې وړاندې په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ شوې وې.
هغه مهال خبرې بریالۍ بلل شوې وې او د رپوټونو له مخې په دې خبرې شوې وې چې په راتلونکې کې دا لیده کاته څه ډول دوام وکړي.

د عکس سرچینه، .
د دې دواړو کتنو ترمنځ موده کې په بګرام هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو رپوټونو هم ورکړل شوي، خو طالبانو دا رپوټونه په کلکه رد کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په قطر کې ددغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال محمد بن عبد الرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی لیدلي دي.
د قطر د رسمي سرچینو په حواله په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو او په دې برخه کې د قطر پر رغنده رول خبرې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د لیدو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، دی له ډېرو ښکېلو خواوو سره ګوري او د خپل سفر پای ته رسولو وړاندې به یو ځل بیا کابل ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي په دې لیدو کتو کې په دې تړاو خبرې کېږي چې څنګه کیدای شي د افغان کشالي لپاره د پای ته رسولو لپاره د خبرو له لارې وموندل شي.
هیدر ناورت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو مشري به افغان دولت کوي او امریکا ددې بهیر ملاتړ کوي، خو طالبان له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کوي او دا هېواد د افغان کشالې اصلي لوری بولي.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي دوی هم له طالبانو سره په اړیکه کې دي خو دوی دا اړیکي د سولې لپاره منظمې خبرې نه بولي.
د رپوټونو له مخې ښاغلي خلیلزاد په یوه غونډه کې دیپلوماتانو ته ویلي غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو یا یوه کال کې د افغان سولې په برخه کې عملي پرمختګ وکړي، خو د دې هڅو د بریالیتوب لپاره د سیمې په کچه همغږي یوه بله اړتیا بلل کېږي چې اوس یې د تر لاسه کولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد رامنځته کيدل غواړي.

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY










