خلیلزاد له افغان چارواکو او مخورو سره پر سوله خبرې کوي

ر
د عکس تشریح، خلیلزاد افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پاتې شوی دی.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې دى چې له افغان مشرانو سره د سولې په تړاو د خبرو اترو لومړى پړاو تر سره کړي.

د ارگ خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي خليلزاد بېګا( د اکټوبر ۷) له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عدالله سره وکتل.

ټاکلې ده نوموړى نن پلازمېنه کابل کې له نورو لوړ پوړو چارواکو او ډيپلوماټانو سره هم وگوري.

ښاغلي خليلزاد کابل ته له رسېدو سره سم له خبريالانو سره خبرو کې هيله څرگنده کړه چې له حکومت او افغان مخورو سره په همکارۍ به افغانستان کې روانې جگړې ته حل لار مومي.

" له رسمي افغان چارواکو سره همکاري، له نورو مخورو افغانانو سره د داسې سولې لپاره همکاري چې وشو کولى افغانستان کې څلوېښت کلنې جگړې ته د پاى ټکى کېږدو. سره همکار اوسو او دا جگړه ختمه کړو. داسې افغانستان چې پکې سوله وي، ملي وحدت وي، د افغانستان ټول قومونه پکې ځان وگوري. د ډېموکراسۍ پر پرنسيپونو ولاړ افغانستان، چې خپل برخليک پخپله وټاکي، د رڼو ټاکنو پر بنسټ نوى افغانستان. ځينې پرمختگونه په دې برخه کې شوي چې هغه بايد په پام کې ونيسو. داسې پايلې ته ورسېږو چې ور کړو قربانيو ته ځواب وويل شي."

د خلیلزاد دنده

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خلیلزد پر افغانستان سربېره عراق او ملګرو ملتونو کې هم د امریکا استازی و.

ښاغلى خليلزاد دنده لري چې افغانستان کې د روانې اوولس کلنې جگړې د ختمېدا لارې چارې ولټوي.

نوموړي وړاندې هم د افغانستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي او افغانستان او عراق کې يې د سفير په توگه دنده ترسره کړې.

هغه وايي خپلې پراخې تجربې به افغان سولې ته د رسېدو لپاره وکاروي.

" هغه تجربې چې زه په نړيوالو چارو کې لرم، زدکړې مې چې په دې برخه کې کړې او په نړۍ او سيمه کې هغه اړيکي چې زه یې لرم، دې موخې ته رسېدو لپاره به يې کاروم. دا يوه سپېڅلې موخه ده او خداى دې زموږ د ټولو هڅې بريالۍ کړي."

٦٧ کلن خليلزاد تېره مياشت د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره د سلاکار دنده پيل کړه چې چارې يې افغانستان کې له طالبانو سره د سولې او پخلاينې د هڅو مشري ده.

يوه لوړ پوړي افغان چارواکي رويترز خبري اژانس ته ويلي چې ښاغلى خليلزاد به سيمې ته خپل لس ورځني سفر کې پاکستان، سعودي عربستان، قطر او عربي اماراتو ته هم ورشي او د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستو کې د هغوى مرسته وغواړي.