خلیلزاد: واڼه کې پاکستانۍ اداره د وژنو مسؤوله ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت پلوه طالبانو ترمنځ په واڼه کې جرګه د دوو ورځو په ګرځبندیز بریالۍ شوې ده. واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځینو غړو د طالبانو له وسله وال برید وروسته توند غبرګونونه وپارېدل.
په تازه غبرګون کې د عراق او افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پاکستان امنیتي بنسټ په واڼه کې د وینې تویېدو مسؤول بللی دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، نړۍ پوهېږي چې واڼه کې څه روان دي او هلته طالبان د چا په ملاتړ حضور لري:
"واڼه کې ټولوژنه ده، چې مسؤول به یې د پاکستان امنیتي بنسټ وي. پوځي مشران پوهېږي چې څه روان دي او طالبان هلته د دوی په ملاتړ حضور لري. نړۍ پوهېږي هلته څه روان دي."
د غبرګولي پر ۱۳مه، په واڼه کې د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر پر تېل پمپ برید وشو، چې بیا وروسته په سیمه کې وضعیت نازک او ګرځبندیز ولګېد.
یوې فعالې بشرا ګوهر پر ټویټر لیکلي، یوازې پاکستان کې ښه او بد طالبان موندل کېږي:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
"یوازې پاکستان کې 'ښه' طالبان د 'امن' کمېټه بلل کېږي او د سولې فعالان خاين او بهرني اجنټان بلل کېږي. د حيرانتيا وړ نه ده چې هېواد منزوي شوی. د ځان وژونکو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا ده."
دوی د #RejectGoodBadTaliban #Wana #Waziristan هشټګ هم لاس په لاس کړی دی.
د بشري حقونو یوه فعاله مینه ګبینه بیا پر خپل ټویټر لیکي: "د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان خوشي کړئ. نا وسله وال زلمیان د واڼه وژنو پرضد معترضینو سره یوځای شول، دوی ولې اسلام اباد کې ونیول شول؟"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
هلته جرګې حکومت پلوه طالبان د اختر تر لسمې د واڼه له بازاره بند کړل.
په واڼه کې ځايي جرګه وړمه ورځ د دریو ورځو مخکې پېښې په تړاو جوړه شوې وه او د تېرې سې شنبې په ورځ د اوربند په اعلانولو کې بریالۍ شوه.
تېره یکشنبه حکومت پلوه وسلوالو طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو برید کړی و، چې د چارواکو په خبره لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو.
د قبایلو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پر دوی برید د امن کمېټې عین الله کسانو کړی دی.
دا ډله چې پخوا طالبان و اوس د ښو طالبانو په نوم یادېږي.
له دې پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د دغه برید غندنه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه يې لیکلي، چې دغه برید د "ښو طالبانو" له لوري شوی، چې د ده په خبره د "پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ" ورسره دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
مختلفو ښارونو کې مظاهرې
د واڼه له پېښې وروسته اسلام اباد، پېښور، کوټه او نورو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو لاریون کړی دی.
له دې پېښې وروسته د Wana اور # stopUsingTalibanAgainistPTM هېش ټګ ټرېنډ هم پیل شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسیاب خټک ټوېټ کې لیکلي:
"پښتون څنګه د خبرو لپاره د حکومتي ادارو وړاندیز مهم وبولي، چې حکومتي پراکسیان یې کورونه له منځه وړي او د بچیانو وینې یې تویوي".
خواله رسنیو کې هم د واڼه د تاوتریخوالي انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې دي.
له بلې خوا د واڼه روستم بازار او عالم مارکېټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د عین الله ډلې دفترونه کلابند کړي او د ځینې معلوماتو له مخې یې د دغو ښو طالبانو دفترونه سوځولي هم دي.









