'قطر کې طالب چارواکي ولې چوپه خوله دي'

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي طالبانو په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د طالب چارواکو لیدو ته اشاره کوي.
دا ورځپاڼه لیکي، له یوه طالب چارواکي یې چې نوم یې نه دی ښودل شوی وپوښتل چې په قطر کې ددوی استازي به له ښاغلي خلیلزاد سره وګوري او که نه؟ وايي دغې سرچینه ورته ویلي نه غواړي په دې اړه څه ووايي.
ورځپاڼه په دې اړه خپل مطلب کې د طالب چارواکو هغې وینا ته اشاره کوي چې دې ورځپاڼې ته یې له امریکایانو سره د وروستي ځل خبرو په پایله کې ویلي وو او هغه دا چې طالبان له امریکايي لوري سره بل پړاو خبرو ته هم تیار دي.
ورځپاڼه په نامستقیمه توګه د دې دواړو څرګندونو څخه نتیجه دا اخلي چې ګواکې دا امکان شته چې د قطر په ګډون چېرته چې د طالبانو دفتر هم شته، ښايي سیمې ته د خپل سفر پرمهال زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره هم وګوري.
ورځپاڼه لیکي، سرچینو ورته ویلي چې ښايي ښاغلی خلیلزاد سبا دوشنبه او یا ښايي بل سبا یانې د سه شنبې په ورځ زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته راشي.
طالبانو په تېره جولايي میاشت کې له امریکايي استازو سره په قطر کې ولیدل، ډیلي ټایمز لیکي د طالبانو یوې سرچینې ورته ویلي پتیل شوې وه له امریکا سره د خبرو دویم پړاو په سپتمبر کې ترسره شي خو امریکا د خلیلزاد ګومارلو ته خبرې ځنډولي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په شمال د بدخشان او سرپل ولایتونو کې د سرو زرو او مس کانونو د راویستلو د تړون په اړه یوه راپور کې هغو اندیښنو ته اشاره کړې چې وايي دا تړون د قانون له اړخه ستونزې لري.
ورځپاڼه لیکي چارواکي هم په دې تړاو یوه خوله نه دي. ورځپاڼې د ولسمشر غني د یوه نژدې همکار اجمل احمدي خبره راخیستې چې وايي په دې اړه خبرې د ښار جوړولو د پخواني وزیر سعادت منصور نادري له استعفا وروسته پیل شوې خو د کانونو او پټرولیم وزارت حقوقي سلاکار ورځپاڼې ته ویلي په دې اړه خبرې له پنځلسو میاشتو راهیسې روانې وې.
ورځپاڼه لیکي په دغو کانونو کې به شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه کیږي او لس زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
خو باید وویل شي چې افغان حکومت ددې تړون په اړه اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې دا تړون له قانوني اړخه ستونزه نه لري.

د عکس سرچینه، EMBASSY OF AFGHANISTAN, WASHINGTON, D.C
تهران ټایمز لیکي د ایران د کورنیو چارو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذوالفقاري د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر حسین عالمي بلخي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې افغان لوری دې د ویزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
هغه له دې امله چې دده په وینا په تهران کې افغان سفارت په دې برخه کې لېوالتیا نه ښيي ناخوښي څرګنده کړې ده.
ده ویلي ددې معنی دا ده چې افغان لوری په دې برخه کې جدي تصمیم نه لري.









