ټرمپ: ترڅېړنو مخکې سعودیان د خاشقجي قضیه کې مه تورنوئ

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د خبریال جمال خاشقجي تری تم کېدو قضیه کې باید د څېړنو د پایلو تر روښانېدو وړاندې سعودي چارواکي وار له مخې تورن نه شي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سه شنبې پر ورځ سعودي عربستان ته ورسېد.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره پر تیلیفون ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي تری تم کېدل منلي، د هغه پر برخلیک یې بې خبري ښودلې ده.
ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي، بن سلمان ورسره د خاشقجي د قضیې په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سه شنبې پر ورځ سعودي عربستان ته ورسېد او د پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان په ګډون یې له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره لیدنه وکړه.
ویل کېږي چې په دې ناستو کې سعودي خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو پر موضوع خبرې شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو مشرانو مایک پومپیو ته ډاډ ورکړی چې به دې برخه کې به هر اړخیزې پلټنې ترسره کوي.
جمال خاشقجي دوه اونۍ وړاندې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان له کونسلګرۍ نه تری تم شو او تر اوسه یې مړی یا ژوند نه دی موندل شوی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ترکیه په سعودي حکومت تور لګوي چې جمال خاشقجي یې په استانبول کې وژلی، او د ترکیې لویې څارنوالۍ ویلي، په دې اړه ثبوت هم لري.
خو سعودیانو تر دې دمه دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
تېره ورځ په امریکا کې هم یو شمېر رسنیو ویلي وو، سعودي استخباراتي چارواکو غوښتل له جمال خاشقجي نه پوښتنې ګروېږنې وکړي، خو د پلټنو پر وخت په تېروتنه وژل شوی دی.
د سي اېن اېن شبکې ان دا ویلي وو چې سعودي عربستان اوس چمتو ده چې خپله تېروتنه ومني او د جمال خاشقجي پر وژنه اعتراف وکړي.
بل لور ته د اې پي خبري اژانس وایي، یو شمېر چارواکو دوی ته تائید کړې چې ترکي پلټونکو په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو نښې نښانۍ موندلې دي.
له ترکیې رپوټونه وایي، د پلټنو لمن پراخه شوې ده او اوس استانبول کې ښایي د سعودي قونسل د استوګنې ودانۍ هم تلاشي شي.
خو ځایي رسنۍ وایي، د سعودي قونسل محمد العتیبي پخپله له ترکیې نه وتلی دی.










